Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
د حضرت اُبَـىِّ بْنِ كعب رَضِیَ الله عَنْه نه روايت دے ، په شَبِ براءَت ( يعنې نن شپه) جبريلِ امين عَلَيْهِ السَّلام د رَسُولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضر شو او عرض ئې اوكړو : يا مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا هغه شپه ده په كومه [شپه] چې د آسمان او د رحمت درې سوه دروازے بيرته كىږي ،
بيا د شپې په څلورمه حصه كښې حضرت سيدنا جبريل عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام نازِل شو او عرض ئې اُوكړو ، يا مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! خپل سر آسمان طرف ته اوچت كړئ ، نبي كريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم چې خپل سر مبارك آسمان طرف ته اوچت كړو نو اُوئې ليدل چې د رحمت دروازے كولاؤ دي او د هرې دروازے نه يوه فرښته آواز كوي ، (په اولنئ دروازه باندې يوه فرښته داسې آواز لګوي چې) مبارك دِ شي هغه چا ته چې په دې شپه كښې عبادت اوكړي ، په دويمه دروازه باندې هم يوه فرښته داسې آواز كوي چې مبارك دِ شي هغه چا ته چې په دې شپه كښې سجده اوكړي ، په دريمه دروازه باندې هم يوه فرښته آواز كوي چې مبارك دِ شي هغه چا ته چې په دې شپه كښې رُكوع اوكړي ، په څلورمه دروازه باندې هم يوه فرښته آواز كوي چې مبارك دِ شي هغه چا ته چې په دې شپه كښې د خپل ربِّ کريم نه دعا غواړي ، په پينځمه دروازه باندې يوه فرښته داسې آواز كوي چې مبارك دِ شي هغه چا ته چې په دې شپه كښې د خپل ربِّ کريم نه په دعا کولو كښې مشغول وي ، په شپږمه دروازه باندې هم يوه فرښته آواز كوي چې په دې شپه كښې دِ مسلمانانو ته مبارك شي ، په وومه دروازه باندې هُم يوه فرښته آواز كوي چې د الله پاك يَو منلو والؤ ته دِ مبارك شي ، په اتمه دروازه باندې يوه فرښته آواز