Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

کیوں رضا کُڑھتے ہو ، ہنستے اُٹھو                  جب وہ غفار ہے ، کیا ہونا ہے؟([1])

يعني اے رضا ولې غم کوے ، په خندا راپاڅه ځکه چې زمونږ خوږ الله پاك ډير مهربانه ، رحم كوونكے او توبه قبلوونكے دے ،

سُبْحٰنَ الله! سُبْحٰنَ الله! اے عاشقانِ رَسُول! خوشحاله شئ چې اَلْحَمْدُ لِلّٰهِ   زمونږ خوږ الله پاك ډير مهربانه ، رحم كوونكے او توبه قبلوونكے دے ، او هغه خپل خوږ حبيب ، مكِّـى مَدَنـى مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هُم زمونږ ګنهګارانو د پاره رَحْمَۃُ لِّلْعَالَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جوړ كړے راليږلے دے. [يعنې خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د خپلو ګنهګارو اُمتيانو شفاعت كوي]

     خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! الله پاك ډير مهربانه دے ، چې مونږ ته ئې د خپل خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بركت دا بابركته شپه رانصيب كړي ده ، نن شپه لَیْلَۃُ الْمُبَارَکَۃ  (بركت والا شپه) ده ، نن شپه لَیْلَۃُ الْبَرَاءَۃ (د نجات شپه) ده ، نن شپه لَیْلَۃُ الرَّحْمَۃ (د رحمت شپه) ده ، نن شپه لَیْلَۃُ التَّکْفِیْر (د ګناه معاف کولو شپه) ده ، نن شپه لَیْلَۃُ الْاِجَابَۃِ (د دُعاګانو قبليدو شپه) ده ، نن شپه لَیْلَۃُ الشَّفَاعَۃِ (د شفاعت شپه) ده ، نن شپه لَیْلَۃُ الْغُفْرَان (د بخښنې شپه) ده ، نن شپه د فرښتو د اختر شپه ده ، امام غزالي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي : څنګه چې د مسلمانانو د پاره دوه اخترونه دي دغه شان د فرښتو د پاره هُم دوه شپې د اختر دي ، يوه شَبِ براءت (نن شپه) او بله شَبِ قدر (چې د رَمَضانُ المُبارك په آخرئ طاقو شپو كښې راځي هغه شپه) ده. ([2])      


 

 



[1]...حدائق بخشش ، صفحہ : 170۔

[2]...مکاشفۃُ الْقُلُوب ، صفحہ : 303 ۔