Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442
به د پلار نه تښتي ، ورور به د ورور په كار نه راځي ، چې كله دا منظر را ياد شي نو بيا خندا نه راځي ، چې په چا داسې ورځ راروانه وي او هغه د خپل انجام نه خبر نه وي نو هغه ته به څنګه خندا ورشي او د هغه ژړا به څنګه اُودريږي.([1])
اے عاشقانِ رسول! دا اوليائے كرام عَلَيْهِمُ الرَّحمه دي چې د هغوئي شپې ورځې به په نيكو کولو کولو كښې تيريدلې ، هغوئي به هر وخت جنت ته بوتلونكي اعمالو كښې مصروفه وو ، د هغوئي نيت رښتينے وو ، اخلاص والا وو ، د رياكارئ نه به بچ كيدل ، هغوئي به خپل ځان ښه نه ګنړلو ، تَكَبُّر او حسد نه به بچ اوسيدل ، د هر قسمه ګناهونو ، ناخوښه خبرو او فضولياتو نه به ئې هم ځان بچ ساتلو ، او يو مونږه يُو چې نه د قبر نه ويريږو او نه د قيامت فِكر لرُو او په ګناهونو كښې ډوب يُو ، هيڅ نيكي راسره نشته ، خو افسوس! نه پښيمانه يُو ، او نه څه احساس لرو ، بس په غفلت كښې پراته يُو!
راہ پُر خار ہے ، کیا ہونا ہے؟ پاؤں اَفگار ہے ، کیا ہونا ہے؟([2])
لار د اَزغو ډکه ده څه به کووم ښپې مې زخمي زخمي دي څه به کووم
اے عاشقانِ رسول! امامِ اهلسُنت شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه يو اوګږد كلام ليكلے دے د هغې خلاصه ده ، فرمائي : كه ژوند مو داسې په ګناهونو كښې تير شو ، الله پاك او د هغه حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رانه ناراضه شو نو څه به كيږى؟ بيا په آخره كښې اميد قائموي ، فرمائي :