Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
جلوسونه ويستل، ډير داسې کافران چې په ظاهره ئې كلمه لوستله، هغوئي پخپله د مسلمانانو په جامه کښې وو او كافران ئې خپل مشران منل او هغه كافران ئې په منبرونو كښينول، په جماتونو كښې د كافرو په حق كښې نعرې لګيدلې، كه هغه وخت كافران په خپل سازش كښې كامياب شوي وے نو مسلمانان به د آزادئ نه محرومه پاتې کيدلو سره سره د دِين نه هُم محرومه شوي وے. ځکه د آزادئ په تاريخ كښې دغه مشكل وخت وو، په دغه مشكل وخت كښې يو شخصىت په ميدان كښې وو او هغه اعلٰى حضرت، اِمامِ اهلِسُنَّت، شاه احمد رضا خان رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وو. چې تحريكِ خلافَت شروع شو نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ”دَوَامُ الْعَیْش“ نامې رساله اوليكله او د هغې په ذريعه ئې د مسلمانانو رهنمائي ئې اوكړه، چې تحريك تركِ مَوالات شروع كړے شو نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رساله ”نَابِغُ النُّوْر“ نومې رساله اوليكله، په دغه رساله كښې ئې د كافرانو خور كړے جال خلقو ته ښكاره كړو. چې تحريكِ هجرت شروع شو نو هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه رساله ”اِعْلَامُ الْاَعْلام“ اوليكله، دغه رسالے د كافرانو سازشونه بالکل ناکامه کړل، دا درې واړه رسالے نن هم په فتاوٰى رضويه جلد 14 كښې موجودې دي.
كوم كافرانو چې په قرآن و سُنَّت باندې د اعتراضونو كولو په ذريعه د مسلمانانو د اِيمان كمزوري كولو كوشش كولو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي ته په دغه رسالو کښې زبردست جوابونه وركړل، كافرانو زمونږ د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په بےعيبه ذات كښې مَعَاذَ الله! د عيب راويستلو ناپاكه كوشش اوكړو، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي ته زبردست جوابونه وركړل او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ناموس [يعنې عِزَّت] باندې ئې څوكئ اوكړه. چې کله كافرو د مسلمانانو په معيشت باندې حمله اوكړه نو اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هغې هُم ردّ اوكړو، يعنې كافرانو په مسلمانانو باندې تعليمي ادارے، سكولونه، كالجونه وغيره بند كړل او هغه داسې چې د قرآنِ كريم غلط تفسيرونه ئې