Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
آخر د بُزُرګانِ دين، علماء، مشائخِ اهلسُنَّت، عوامو او مسلمانانو مشرانو ليډرانو خاص طور د قائِدِ اعظم محمد علی جناح كوششونه کامياب شول او 14 اګست 1947ء د رَمَضانُ المُبارَك 27 شپه وه، مسلمانان د ليلةُ القدر په عبادتونو كښې مصروف وو، په جماتونو كښې عبادتونه كيدل چې د شپې 12 بجے دا اعلان اوشو چې: د مسلمانانو جدا اسلامي ملك ”اسلامي جمهوريه پاكستان“ جوړ شو، د پاكستان جوړيدو نه درې ورځې پس د وړوكي اختر لمُونځ ادا كړے شو، قائِدِ اعظم محمد علی جناح په كراچئ كښې په سركاري سطح باندې د اختر لمُونځ ادا كړو او د هغه لـمانځه امامت خليفۀ اعلٰى حضرت عَلَّامه عبدُ العليم ميرټهي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه اوكړو. ([1])
کبریا کا لطف تھا اور رحمتِ شاہِ زمَن ہم کو سینتالیس میں حاصِل ہوا اپنا وَطن
ہم پہ جِدّ و جُہْدِ آزادی میں تھے سایہ فگن اَولیائے اُمَّتِ اَحْمَد، صحابہ، پنج تَن
اہلسنت و الجماعت کی مقاصد سے لگن رنگ کیسے لے نہ آتی، کیوں نے مل جاتا وطن
سینکڑوں پیروں، ہزاروں عالموں کی دوڑ دھوپ تھی نتیجہ خیر، ہم نے لے لیا اپنا وطن
صَـــلُّـــوْا عَـــلَـی الْــحَـــبِــيْــب! صَـلَّـی اللهُ تَعالٰـی عَلـٰی مُـحَـمَّد
اے عاشقانِ رسول! دا زمونږه او زمونږ د ملك د آزادئ مختصره قِصَّه وه. مونږ ته د آزادئ نِعمَت حاصليدو څلور اويا كاله كيدونكي دي. راځئ چې اوس مونږه د بنـي اسرائيلو سره خپله موازنه اوکړو، * بنـي اسرائيلو ته د فرعون نه آزادي حاصل شوه، مونږ ته د كافِر حكومت نه آزداي نصيب شوه، * د بنـي اسرائيلو نبـي حضرت موسٰى