Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
آه! که مونږه د خپل ځان مُحاسبه اوكړو نو معلومه به شي چې د بنـي اسرائيلو په شان زمونږه حالت هم سخت افسوسناك دے، ډيره د افسوس خبره ده، په مونږ لازم دي چې د آزادئ د نِعمَت شُكر ادا كړو، مونږه د دې آزادئ مفهوم بدل كړے دے، نن صبا [ډير نادانه خلق] د هر څه نه آزاد اوسيدلو ته آزادي وائي، سیکولر اِزم او لِبرل ازم ته آزادي وائي.
آيا تاسو ته معلومه ده چې: آزادي په اصل كښې څه ته وائي؟ آزادي: دا په اصل كښې د سوشيالوجي يوه اصطلاح ده. په سوشيالوجي كښې د آزادئ دوه قسمونه دي:
(1) سياسي آزادي: چې كله يو قوم د بل قوم په حكومت كښې وي نو هغه قوم په خپله مرضئ ژوند نه شي تيرولے، د هغه حاكمِ قوم په مرضئ به ژوند تيروي، د حاكمِ قوم جوړو شوو اُصولو مطابق به ژوند تيروي، بيا كه هغه قوم ته د هغه حاكمِ قوم نه سياسي او حكومتي طور آزادي حاصله شي او د هغوئي خپل حكومت شي نو دې ته سياسي آزادي وائي.
(2) شخصي آزادي: څنګه به چې په مخكښې دور كښې باقاعده غلامان اخستل كيدل، د هغه غلامئ نه آزادئ ته شخصي آزادي وائي.
مونږ ته چې د كومې آزادئ نِعمَت حاصل شوے دے هغه سياسي يا حكومتي آزادي ده، څنګه چې بنـي اسرائيل اِيمان والاوو، د فرعون په حكومت كښې اوسيدل، دغه شان د مُغليه سُلطنت د زوال نه پس په برصغىر باندې د كافرو حكومت راغے او مسلمانان د كافرو په حكومت كښې راغلل، نو بيا به مسلمانان مجبوراً د هغه كافرو د جوړو شوو قوانينو مطابق ژوند تيرولو، ښكاره خبره ده، چې كافر كوم قانون جوړوي