Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
شي خو د دې ځيلې په زمكه كښې قيد دي، كه د صنوبر د ونې ځيلې د زمكې د قيد نه اُووِيستلے شي نو د دې د اوچت والي آزادي به ختمه شي، يعنې راغوزار به شي. ته هم د دې پابنديانو سره آزادي حاصله كړه، که سپوږمئ ته خيژې اوخيژه، که ترقي كوې اوكړه، خو د قرآنِ كريم او اطاعتِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم زنځير په غاړه كښې واچوه، بيا چې څومره اَلوځې، د راغورزيدو انديښنه به دِ نه وي.
اے عاشقانِ رسول! دا هغه آزادي ده كومه چې مُصَوِّرِ پاكستان ډاكټر اقبال بيان كړى ده، د خپل ځان نه تپوس اوكړئ! آيا مونږ ته دا آزادي حاصله ده؟ آيا واقعي مونږه په صحيح معنو كښې ”غلامانِ رسول“ يو؟ آيا زمونږه مخ د غلامانِ مصطفٰى په شان دے؟ آيا زمونږه جامې د غلامانِ مصطفٰى په شان دي؟ زمونږه د ژوند انداز، ناسته پاسته، د اوده كيدو بيداريدو، خبرو كولو، خوراك څښاك انداز، زمونږ د محنت كولو، ګټلو، اخلاقو، اوصافو انداز، آيا دا ټول د غلامانِ مصطفٰى په شان دي؟ كه نه دي نو بيا كله به کيږي؟ 74 كاله تير شو چې مونږ ته آزادي نصيب شوي ده، كه اوس هم مونږه په صحيح معنو كښې آزاد نه شُو، د نفس د غلامئ نه، د شيطان د غلامئ نه، د غيرمسلمو د تهذيب و ثقافت د غلامئ نه كه اوس هُم آزاد نه شو نو بيا به كله آزاديږو؟
جشنِ آزادي څنګه مناوول پکار دي؟
اوس دوه ورځې پس يوم آزادي راتلونكي ده، د جَشنِ آزادئ په موقع باندې زمونږ په مُعاشره كښې څنګه ماحول وي، سندرې باجے غږولے كيږي، هر طرف ته شور او زوَګ وي، لوفران هلاكان سكوټر په يو ټير چلوي، په سړكونو ګډاګانې وي. آيا 14 اګست د دې فضولياتو ورځ ده؟ آيا تاسو ته معلومه ده چې 14 اګست څنګه ورځ ده؟ دا هغه ورځ ده چې په دې ورځ مسلمانانو د آزادئ حاصلولو د پاره خپل ځانونه قربان