Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
اوكړل، د قرآني آيتونو معنې ئې بدلې كړې او مسلمانانو ته ئې اولوستلې او د هغې په ذريعه ئې د مسلمانانو ذِهن خراب كړو چې قرآنِ كريم په دې وخت كښې ستاسو د تعليمي ادارو بندولو او ستاسو د كاروبار بندولو حكم كوي، لِهٰذا تاسو په دې باندې عمل اوكړئ. هغه وخت په پوره بَرِّصغير كښې د مسلمانانو يو څو سكولونه او كالجونه وو، هغه ئې هم پري بند كړل نو ډاكټر اقبال د دې سخت مُخالَفَت اوكړو او د لاهور اسلاميه كالج د يو اُستاذ په ذريعه ئې د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نه د دې په باره كښې فتوٰى اوغوښتله، اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د قرآن و سُنَّت په رنړا كښې جواب وركړو او د كافرو سازش ئې ناكامه كړو. ([1])
يو طرف ته اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خپل زبردست علم په ذريعه د مسلمانانو د اِيمان بچ كولو کوشش کولو او بل طرف ته ئې د خپل محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نعتونه ليكل، د شاعرئ په صورت كښې ئې شانِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم بيان كړو او د مسلمانانو په زړونو كښې ئې عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پيدا كولو، د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خُلفاء، مريدانو، عقيدتمندو او نورو علمائے اهلِسُنَّت به د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تعليمات د برصغير ګوَټ ګوَټ ته رسول، خطيبانو حضراتو به په منبرونو باندې په محفلونو كښې د هغوئي تعليمات عام كول، نعت خوانانو حضراتو به د اعلٰى حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليكلي شوي نعتونه لوستل او د مسلمانانو د عشقِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم جذبه به ئې زياتوله.