Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
په دې وجه مونږه ځان له جدا ملك غواړو، چې په هغې کښې مونږه د خپل دِين مطابق اسلامي ژوند تيرولے شو،
دا ده آزادي، د يو پوره ژوند تيرولو آزادي. د دې آزادئ د پاره تقريباً د سلو كالو نه مسلمانانو كوششونه كول، د دې آزادئ د پاره په 1857ء كښې 22 زره علمائے كرام شهيدان شوي دي.
داسې اووائې چې كومه آزادي الله پاك مونږ ته عطا كړي ده، د كومې آزادئ د پاره چې پاكستان جوړ شوے دے، هغه په اصل كښې د خوږ آقا محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامئ نوم دے. چې كله په برصغير كښې په مسلمانانو باندې كافرو حكومت كولو نو هغه وخت مونږه په آزادئ سره د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامئ اظهار نه شو كولے. الله پاك مونږ ته جدا وطن راكړو چې مونږه په پوره آزادئ سره د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامئ اظهار اوكړو. چې مونږ ته په لمَانځه اداكولو، روژو نيولو، حج ته تللو، قرباني كولو كښې څه ركاوټ نه وي، چې د اسلام په تعليماتو باندې عمل كولو كښې مونږ ته څه ركاوټ نه وي، چې مونږه په آزادئ سره د قرآنِ كريم مطابق، د حديثِ رسول مطابق، د خپلو بزرګانِ دِين د سيرت نه رهنمائي حاصلولو سره د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غلامئ پوره اظهار كولے شو، د دې آزادئ د پاره مونږه پاكستان حاصل كړے دے.
د اقبال په نظر كښې د آزادئ مطلب
چې كله ډاكټر اقبال دو قومي نظريه پيش كړه، په دې باندې كافرانو او تش د نوم مسلمانانو ډير شور اوكړو، په دې باندې د دواړه طرفه نه باقاعده د ليك او بيان په