Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
عَلَيْهِ السَّلام دے، زمونږه نبـي حضرت احمد مجتبٰى محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، *بنـي اسرائيلو ته كتاب تورات شريف ميلاو شوے وو، مونږ ته د الله پاك له طرفه قرآنِ كريم ميلاو شوے دے،
بنـي اسرائيلو د حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام نافرماني اوكړه، د تورات په احكاماتو ئې عمل اونكړو، د الله پاك نافرمانه شو، د آزادئ د نِعمَت شُكر ئې ادا نكړو، انجام ئې څه شو؟ ارشاد دے:
وَ ضُرِبَتْ عَلَیْهِمُ الذِّلَّةُ وَ الْمَسْكَنَةُۗ-وَ بَآءُوْ بِغَضَبٍ مِّنَ اللّٰهِؕ (پارہ1،سورۃالبقرۃ:61)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: په هغوئي باندې ذِلَّت او غريبي مَسَلَّط كړے شوه او هغوئي د خدائے د غضب حقدار شو.
اوس دِ هر يو د خپل ځان په باره كښې غور اوكړي چې مونږه په قرآنِ كريم څومره عمل كوو؟ مونږه د خپل خوږ آقا، محمد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څومره فرمانبرداره يُو؟ مونږه لمُونځونه څومره ادا كوو؟ روژے څومره نيسو؟ د حج جذبه په مونږ كښې څومره ده؟ د زكوٰة ادا كولو مو څه صورتحال دے؟ دروغ، غِيبَت، چغلي، وعده خلافي، حسد، تكبر، فلمونه ډرامے، سندرې باجے، بے پردګي، فيشن پرستي، بے اِيماني، دونمبري، بدكاري، شراب، سُود، رشوت، حرامه ګټه، جنګ جګړې، كنزلې ويناګانې، هغه ټول كارونه د كومو نه چې قرآنِ كريم منع كړي يو، مونږه د هغې نه څومره ځان ساتُو، د مور و پلار عِزَّت، د ګاونډيانو، د دوستانو حقوق، د خپلو خپلوانو، د محلے د خلقو حقوق، د مسلمانانو خيرخواهي، د غريبانو سره محبت، د مشرانو سره مينه، په كشرانو باندې رحم كول، دا ټول هغه كارونه دي د كومو چې مونږ ته حكم راكړے شوے دے، مونږه په دې څومره عمل كوو؟