Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
كړي وو، د يوے اندازے مطابق چې پاكستان جوړ شو، ” نو [د هغه وخته پورې د آزدئ په جدو جهد کښې] 30 لاك مسلمانان شهيدان شوي وو.“ ([1])
14 اګست د هغه شهيدانو د کلیځې ورځ ده، د برسئ په ورځ سندرې باجے نه غږولے كيږي، قرآنِ كريم لوستے كيږي، روژه نيولے كيږي، فاتحه لوستلے كيږي او خپلو شهيدانو، وفات شوو خلقو ته د هغې ثواب بخښلے كيږي. په 14 اګست عبادت اوكړئ، د شكرانے نوافل ادا كړئ او د پاكستان د پاره شهيدانو شوو خلقو ته ئې ايصالِ ثواب كړئ.
جشنِ آزادي څنګه مناوول پكار دي؟ راځئ چې د دې په باره كښې يو حديثِ پاك واورو: مونږه اوريدلي وو چې بنـي اسرائيلو ته د فرعون نه آزادي نصيب شوه، نو د الله پاك نبـي حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام دا ورځ څنګه مناو كړه؟ حديثِ پاك كښې دي: په مدينۀ منوره كښې به يهودو په 10 محرم الحرام روژه نيوله، په تپوس كولو هغوئي اووئيل:په دې ورځ بنـي اسرائيلو ته د فرعون نه خلاصے نصيب شوے وو نو حضرت موسٰى عَلَيْهِ السَّلام د دې په شكرانه كښې روژه اونيوله، په دې وجه مونږه هم په 10محرم روژه نيسو. ([2])
سُبْحٰنَ الله! دا د جَشنِ آزادئ مناوولو اصل طريقۀ كار دے. الله پاك دِ مونږ ټولو ته هدايت را نصيب كړي، او د نفس و شيطان د غلامئ نه دِ خلاصے را عطا كړي. اٰمِین بِجَاہِ النَّبِیِّ الْاَمِیْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
یاخُدا پاک وطن کی تُو حفاظت فرما فضل کر اس پہ سدا سایۂ رحمت فرما