Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
پاك سره مَحَبَّت كوي (يعنې زه د الله پاك سره محبت كووم، په دې وجه زما سره، زما د څيزونو سره ځناور هم محبت كوي.) بيا حضرت حبيب راعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د لرګي يوه پيالئ د كانړي لاندې كيښوده، د هغه كانړي نه فوراً د شَـودو او شَهدو [يعنې ګبين] دوه چينے جاري شوے، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغه كس ته د شَـودو او شهدو ډكه پيالئ وركړه، دا ئې چې اوليدل نو كس حيرانه پاتې شو او عرض ئې اوكړو:جناب! تاسو ته دا مقام څنګه حاصل شوے دے؟ هغوئي اوفرمائيل: د خوږ نبـي، مكي مدني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تابعدارئ په ذريعه. ([1])
کی مُحَمَّد سے وفا تُو نے تَو ہم تیرے ہیں یہ جہاں چیز ہے کیا؟ لوح و قلم تیرے ہیں
سُبْحٰنَ الله! دا ده آزادي. آيا په دُنيا كښې چرته داسې آزادي شته چې شرمښ د چيلو څوكئ كوي؟ آو! دا خبره ټيك ده چې دا د حضرت حبيب راعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه كرامت وو او كرامت د الله پاك عطا ده، هيڅ څوك په خپل محنت سره ولي نه شي جوړيدے خو په دې كښې چې د پوهه كولو كومه نكته ده هغه د حضرت حبيب راعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا فرمان دے چې: ما ته دا مرتبه د خوږ نبـي، مُحَمَّدِ عَرَبِـى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د اطاعت په ذريعه حاصله شوي ده، معلومه شوه: چې په اصل كښې آزادي د رسولِ اَكرَم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غلامئ كښې نصيب كيږي، په كُلياتِ اقبال كښې دي:
صنوبر باغ میں آزاد بھی ہے، پا بہ گِل بھی ہے انہی پابندیوں میں حاصِل آزادی کو تُو کر لے([2])
”صنوبر يوه وَنَه ده، عموماً د كشمير په علاقه كښې دي، دا ډيره اوچته وي، اقبال د دې مثال وركړو چې صنوبر آسمان طرف ته په اوچت والي كښې آزاده ده، څومره چې غواړي اوچتيدے