Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے چې د خپل اُمَّت سره داسې محبت كوي چې د خپلو اُمَّتيانو معمولي تكليف ليدل هم نه خوښوي. الله پاك په قرآنِ پاك كښې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا صِفَت بيان كړے دے:
عَزِیْزٌ عَلَیْهِ مَا عَنِتُّمْ (پارہ11،سورۀ توبه:128)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: په هغوئي باندې ستاسو په مشقت كښې پريوتل ډير ګران تيريږي .
اے عاشِقانِ رسول! خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خپل اُمَّت سره څومره مينه كوي. چې كله خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل هٰغه عاشِق په مُصيبتونو كښې ګرفتار ليدلے وي نو د سترګو مباركو نه به ئې اوښكې هُم بهيدلي وي خو ....دا د امتحان وخت وو او په امتحاب كښې صبر کولے كيږي.
آخر د هغه عاشِقِ رسول د ازميښت وخت ختم شو، هغوئي د خپل عِشق په امتحان كښې كامياب شو. داسې اوشو چې يوه ورځ خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوفرمائيل:كاش چې! په څه طريقه دا غلام څوك واخلي او آزاد ئې كړي.
د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم يارِ غار حضرت ابُوبكر صِدِّيق رَضِیَ الله عَنْهُ چې كله نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دا خواهش واوريدلو نو ډير زيات قيمت ئې ادا كړو، او هغه عظيم عاشِقِ رسول ئې واخستلو او د غلامئ نه ئې ازاد كړو او د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې ئې حاضر كړو. ([1])
ستم ہائے فَرَاواں کی بڑھی جب حد سے بےدردی تو ان کی حضرت بو بکر نے قیمت ادا کر دی
اَخُوَّت مذہبِ اسلام کا پتھر ہے بنیادی غلاموں کو دِلائی ہے اسی جذبے نے آزادی
مسلماں ہونے والوں سے غُلامی کی مٹی ذِلّت کہ آڑے آگئی عثماں اور بُو بکر کی ہمت