Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
دے، الله يو دے. ([1])
كافرو به د هغه [عاشِقِ رسول] په غاړه كښې رسئ واچوله او د لوفرو هلكانو په لاس كښې به ئې وركړه، هغوئي به هغه عظيم عاشِقِ رسول د مکّے په كوڅو كښې راښكلو خو د هغه عاشِقِ رسول په ژبه به دا ټكي وو: اللہُ اَحَد، اللہُ اَحَد الله يو دے، الله يو دے.
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! د دې تكليفونو حال اوريدل او لوستل خو ډير اسان دي، خو هِمَّت هغوئي کړے دے چا چې دا تكليفونه برداشت كړي دي، آه! مونږه په آرام يُو، څوك تكليف نه راکوي، خوراك څښاك راته ميلاويږي، پكي او اے. سي راته چليږي، ګټه كوو، خوراك څښاك كوو او په آرام سره اوسيږو خو د دې باوُجود زمونږ په ژبه ذِکرُ الله نه وي، كه تَسْبِيْح وئيل شروع کړو نو لږ ساعت پس په ذِكر و دُرُود وئيلو ستړي شو، په فرضو لمُونځونو كښې كوتاهي کوو، په لكونو كروړونو مسلمانان دي چې لمُونځ نه ادا كوي، او څوك چې لمُونځونه ادا كوي د هغوئي حال اوګورئ! چې د لمَانځه نه پس ورته د ذِکرُ الله کولو د پاره وخت ويستل مشكل وي.
الله! الله! ذِكر خو هغه وو، كوم چې هغه عظىم عاشِقِ رسول د مکّے مكرمے په كوڅو كښې كولو. د ډيرو ورځو پورې هغه كافرانو په هغه عاشِقِ رسول باندې ډير ظُلمونه اوكړل او هغه د هغوئي ټول ظُلمونه برداشت كړل، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د غار نه بيرته تشريف راوړے وو، خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هم خپل عاشِق په دې تكليفونو كښې اخته ليدلے وو.
آه! چې كله خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خپل هٰغه عاشِق ليدلے وي نو د هغوئي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مبارك زړه ته به څومره درد او غم رسيدلے وي، الله! الله! دا خو هٰغه خوږ