Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
معلومولے، البته په زړه کښې د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د هغه وخت د کيفياتو تصور قائمولو کوشش اوکړئ! حضرت بلال به څه سوچ کولو؟ چې آها! د خيره ډير زر به د مدينے کوڅو ته اورسم، ډير زر به مسجدِ نبوي شريف اُووِينم، د مدينے مُنَوَّرے ښکلې نظارے به وي، د غريبانو مددګار آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پخپله طلب کړے يم، د ديدار شرف به هم راعطا کوي.
الله! الله! په سفر کولو کولو به آخر حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته د لرې لرې نه د مدينے ونې او ديوالونه ښکاره شوي وي، دا هغه ساعت دے چې خوږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به د سفر نه واپسئ کښې خپله سوَرلي تيزه کړه، هغه وخت به د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کيفيات څنګه وو؟ په مدينۀ مُنَوَّره باندې وريدونکے نُور او د هغه ځائے ځليدونکے منظر ئې چې ليدلے وي نو حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ به بے تابه شوے وو، په زړه کښې به ئې د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ديدار شوق و طلب نور زيات شوے وو، زړه به ئې بے قراره شوے وو، د زړه درَزيدلو رفتار به ئې تيز شوے وو.
اَللهُ اَکْبَر! حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مدينے ته را اورسيدلو! خو آه! د مدينے جانان، خوږ نبي سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم خو په جُمات کښې نشته، د ازواجِ مُطَهَّراتو په حُجرو کښې هُم نشته، آه! غُلام ئې د شام نه رابللے دے او پخپله په پرده کښې تشريف فرما دے.
د مدينے خلقو ته د حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د راتګ خبر شوے وو، ډير صحابۀ كرام عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان مُـؤَذِّنِ رسول صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سره ملاقات د پاره راغلل، د سلام دعا نه پس ټولو اُووئيل چې، بِلاله! هغه اذان کوم به دِ چې زمونږ خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته اورولو، نن بيا يو ځل هغه اذان مونږ ته واوروَه. حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ معذرت اوکړو چې اوس به هغه اذان اونکړے شم، ځکه چې مخكښې به مې اذان کولو او اَشْہَدُ اَنَّ مُحَمَّداً رَسُولُ اللہ به مې وئيلو نو مخامخ به مې د وَ الضُّحیٰ والا مخ مبارک ديدار کولو، نن چې اذان کووم نو ديدار نه به محرومه يم دا به زما زړه برداشت نه کړے شي. آه! نن ما ته د دې فرمائش نه معافي