Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
راکړئ! صحابۀ كرامو عَـلَيْهِمُ الرِّضْوَان ډيره زور اولګوو خو حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ انکار اوکړو، په دې کښې د خوږ مَدَني آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واړه واړه نمسي اِمام حسن او اِمام حُسين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا تشريف راوړلو، حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ دواړه خپلې سينے ته راجوخت کړل، مينه ئې ورسره اوکړه، بيا دواړو شهزادګانو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُمَا اُووئيل: بلاله! زمونږ نيکه مبارک صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته به دِ چې کوم اذان اورَوَلو، نن هغه اذان مونږ ته هُم واوروئ! حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دغه شهزادګانو خبره منلو نه چرته انکار کولے شو۔ حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهزادګانو خبرې ته غاړه کيښودله او د اذان کولو ځائے ته ئې تشريف راوړو، لاسونه ئې په غوږونو کيښودل او په غمګين انداز کښې ئې اذان شروع کړو: اَللهُ اَکْبَر، اَللهُ اَکْبَر.
د اذان د دې غمګين آواز انګازے په مدينۀ مُنَوَّره کښې خوَرے شوې، د مدينے په خلقو يو لړزان ګډ شو، ژړاګانې شوې او خلقو په زوره زوره چغې کړې، د خلقو زړونه د سرکارِ عالي وَقار مكِّـى مَدَنـى تاجدار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په ياد کښې بے تابه شُو، وړو وړو ماشومانو د خپلو ميندو [موريانو] نه غيږې چاپيره کړې چې مورې! حضرت بلال خو راغلو، زمونږه خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به کله تشريف راوړي؟
حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اذان کولو او په مدينۀ مُنَوَّره کښې د قيامت منظر جوړ وو، چې کله حضرتِ سَيِّدُنا بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ اولوستل: اَشْہَدُ اَنَّ مُحَمَّدًا رَّسُوْلُ اللہ. نو مِنبر ته ئې پورته اوکتل، خو منبر خالي وو، حضرت بلال رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د غم نه بے قراره شو، زړه ئې بے قابو شو او د ډيره غمه په زمکه راپريوتلو. ([1])
تمہارے ہجر میں کیوں زندگی نہ مشکل ہو تم ہی جگر ہو، تم ہی جان ہو، تم ہی دِل ہو
اے عاشقانِ رَسُول! دا د عشقِ رَسُول کيفيات دي، الله پاک دِ مونږ ته هُم د حضرتِ