Book Name:Sara Quran Huzoor Ki Nemat Hai

      خوږو او مُحترمو اسلامي ورونړو! د دې آيتِ کښې چې مبارکه په تفسير کښې مُفَسِّرِ قرآن حَكِيمُ الاُمَّت حضرت مُفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه کوم نکات پيش کړي دي راځئ چې د هغې نه څه واورو:

(1) يوه خبره دا معلومه شوه چې د حضور عَـلَـيْهِ الـصَّلٰـوةُ  وَالسَّلَام په عِلمِ غيب باندې طعن (اعتراض) کول او دا وئيل چې حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د فلانکي څيز عِلم نه وو د منافقينو طريقه ده۔

(2) په مسلمان فرض دي چې د حضور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ټول اوصافِ حميده بغير د بحث نه اُومني۔

(3) ربِّ کريم زمونږه آقا صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د قيامته پورې د هر هر څيز عِلم عطا کړے دے ځکه چې حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ارشاد اُوفرمائيل چې څه غواړئ هغه تپوس اوکړئ! او دا (خبره هغه) کولے شي چې د چا عِلم مکمل وي۔

(4) تر قيامته پورې ايمان راوړلو والا او منافقين ټول د حُضُور صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په علم کښې دي۔ (شان حبيبُ الرّحمان، ص ۵۴، ۵۵ ماخوذاً)

صَـــلُّـــوْا  عَـــلَـی   الْــحَـــبِــيْــب!                                                                        صَـلَّـی اللهُ   تَعالٰـی عَلـٰی   مُـحَـمَّد