Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
وسيله پيش کول صحيح دي هُم داسې د اوليائے کرامو وسيله هم بالکل جائز او د برکتونو د حاصلولو ذريعه ده۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د صحابۀ کرامو علَيهِمُ السَّلام نه واخله تر اوسه پورې د ټول اُمت د عامو او د خاصو، علمائے ذِيشان او اوليائے کرامو معمول دا پاتې شوے دے چې دې حضراتو به د الله پاک پۀ حضور کښې د اولياءُ الله، د الله پاک د نيکانو بندګانو وسيله پيش کوله او برکتونه به يـې حاصلول بلکې پخپله د اوليائے کرامو شان خو اوچت دے، د هغوئي د تبرکاتو هم ځانګړي شانونه دي۔ سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير مشهور بادشاه دے، ډير نيک انسان وو، يو ځل خواجه ابو الحسن خرقاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه هغوئي ته خپلې جامې ورکړې او اوئې فرمائيل: پۀ سخت وخت کښې د دې جامو د وسيلې نه کار اخله۔ نو سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه دا مبارکې جامې سمبالې کيښودې، کله چې سلطان محمود غزنوي د هندوستان فتح کولو د پاره تشريف راوړو نو د يوې قلعه پۀ فتح کښې کولو کښې د مشکل سره مخ شو، ډيرې ورځې يـې تيرې کړې، کله چې هغوئي وکتل چې د فتح اوس هيڅ اُميد باقي نۀ دے نو سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د خواجه ابو الحسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د هٰغه جامو پۀ وسيله دُعا وکړه، بس چې څنګه يـې دُعا وکړه نو د غير مسلمو لښکر بے اتفاقه شو، د هغوئي طاقت کمزورے شو او هغوئي د هٰغه ځائے نه وتښتيدل۔ د قلعه فتح کولو نه پس چې کله سلطان محمود غزنوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د شپې اودۀ شو نو خواجه ابو الحسن رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ورله پۀ خوب کښې تشريف راوړو او اوئې فرمائيل: محموده! تا زمونږ د جامو هيڅ قدر اونکړو، که تا د فتح پۀ ځائے دا دُعا کړې وے چې هٰغه ټول غير مسلمه کلمه ولولي او مسلمانان شي نو هغوئي ټول به مسلمانان شوي وو۔ ([1])
جو ہو اللہ کا ولی اُس کا فیض دنیا میں عام ہوتا ہے