Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
بے سبب بخشِش اُس کی ہو جس پر فضلِ ربُّ الاَنام ہوتا ہے([1])
سُبْحٰنَ اللہ! چې دا د اوليائے کرامو د تبرکاتو شان دے نو بيا به د هغوئي د خپل ذات څومره ښکلے شان وي۔ ځکه مونږ له پکار دي چي پۀ هر يو ميدان کښې، پۀ هر کچ، پۀ هر لحاظ ښه، نيک او جائزه کاميابي غواړو نو د الله پاک پۀ حضور کښې وسيله وړاندې کړو، نيک کارونه وکړو، د نيکانو خلقو، د نبيانو، د وليانو پۀ وسيله باندې دُعا وکړو، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دې به مو ډير برکتونه نصيب شي او که الله پاک وغوښتل نو پۀ هر ميدان کښې به مو کاميابي نصيب شي۔
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! الله پاک فرمائي:
وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغه طرف ته وسيله ولټوئ۔
د دې آيت لاندې مفسرينِ کرامو يو مَدَني ګل دا هم ورکړے دے چې کوم بنده د الله پاک قُرب حاصلول غواړي، د نيکې لارې د مسافر جوړيدو او د الله پاک پۀ حضور کښې د اوچتي مرتبې خواهش لري نو پۀ هغۀ لازم دي چې د پير وسيله اِختيار کړي چې د پِير نه بغير پۀ دې لار کښې کاميابې نۀ حاصليږي۔ ([2])
گَرْ ہَوَائے اِیْں سَفَرْ دَارِیْ دِلَا دَامَنِ رَھْبَر بَگِیْرَوْ پَسْ بِیَا
اے زړۀ! که چرې تۀ د دې سفر خواهش لرې نو د يو لار ښودونکي لَمَن اونيسه نو بيا راشه۔