Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
وَ كَانُوْا مِنْ قَبْلُ یَسْتَفْتِحُوْنَ عَلَى الَّذِیْنَ كَفَرُوْاۚ-(پارہ:1، سورۀ البقرة:89)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د دې نه مخکښې به دوئي هُم د دې نبي پۀ وسيله د کافرانو خلاف فتح غوښتله۔
دا د يهوديانو عمل بيانيږي، پۀ روايتونو کښې دي: کله چې زمونږ خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم لا دُنيا ته تشريف نۀ وو راوړے، يهوديانو پۀ اسماني کتابونو کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ذِکر لوستلے وو، نو کله چې به هم څۀ جنګ ته مخامخ کيدل نو دوئي به د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وسيله پيش کوله او دُعا به يـې کوله نو د دوئي به پۀ هر ميدان کښې فتح نصيب کيدله۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! څومره ښکلے شان دے زمونږه د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ۔۔۔!! لا هغوئي دُنيا ته تشريف هم نۀ وو راوړے، د هغې نه مخکښې هم د هغوئي د نوم مبارک داسې برکتونه وو چې د هغوئي پۀ وسيله به دُعاګانې قبليدلې۔۔۔!! واه! څومره ښکلے شان دے۔۔۔!! ځکه خو مونږ وايو:
آنکھوں کا تارا نامِ مُحَمَّد دِل کا اُجالا نامِ مُحَمَّد
دولت جو چاہو دونوں جہاں کی کر لو وظیفہ نامِ مُحَمَّد
پائیں مرادیں دونوں جہاں میں جس نے پُکارا نامِ مُحَمَّد([2])
صَلُّوا عَلَی الْحَبیب! صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد
د دُنيا د ټولو نه وړومبۍ کاميابي څنګه حاصله کړے شوه؟
تاسو ته يوه ايمان تازه کوونکې خبره وکړم! اِنسان چې کله دې دُنيا ته راغلو، کله چې يـې پۀ دُنيا باندې قدم کيښودو نو پۀ دې زمکه باندې چې د انسان د ټولو نه وړومبۍ کومه