Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool

گَرْ رَوِی صَدْ سَال دَرْ رَاہِ طَلَبْ                                                                                       رَاھْبَرْ نَبَوَدْ چِہْ حَاصِلْ زَاں تَعب

که تۀ د طلب پۀ لاره باندې 100 کاله روان يـې، لار ښودونکے که چرې نۀ وي نو د دې خوارۍ څۀ فائده!

بَے رَفِیْقَے ہَرْ کِہْ شُدْ دَرْ رَاہِ عِشْق                                                                            عُمَرْ بَگُذَشْت وَنَشُدْ آگَاہِیْ عِشْق([1])

د پِير نه بغير چې څوک د عشق پۀ لار باندې روان شو پۀ هغۀ عمر تير شو خو هغه د عشق نه خبر نۀ شو۔

چې هر څۀ پۀ قِسمت کښې ليکلے شوي دي نو پِير ولې۔۔۔؟

حُضُور داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي کامِل ولي دے، هغوئي ته ګنج بخش (يعنې خزانې ورکوونکے) او فيضِ عالَم (يعنې جهان ته فيض ورکوونکے) وئيلے شي۔ هغوئي د شيخ ابو الحسن خُتَّلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه مُريد وو، فرمائي: يو ځل زما پِير صاحب اودس کولو او ما اوبۀ وراچولې، ناڅاپه زما پۀ زړۀ کښې خيال راغلو چې هر څۀ پۀ قِسمت کښې ليکلے شوي دي نو بيا خلق د پِير غُلامي ولې کوي۔۔۔؟ دا خيال د هغوئي صرف پۀ زړۀ کښې راغلے وو خو قربان شم! پِير اخر پِير وي، شيخ ابو الحسن خُتَّلي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه وفرمائيل: ځويه! ستا د زړۀ په خيال زۀ پوهه شوم ۔ بيا يـې د هغوئي د دې وسوسې پۀ جواب ورکولو وفرمائيل: تا ته معلوميدل پکار دي چي د الله پاک د هر حکم د پاره څۀ سبب وي (يعنې دا دُنيا دارُ الاَسبَاب ده، دلته چې څۀ هم کيږي، د اَسبابو لاندې کيږي)، لهذا چې کله الله پاک د يو سپاهي ځوي ته تاج او تخت عطا کول غواړي نو هغۀ ته د توبې توفيق عطا کړي او د خپل يو محبوب (يعنې وليُّ الله) د خِدمت سعادت ورعطا کړي، بيا د دغه


 

 



[1]... فتاویٰ رضویہ، جلد:26، صفحہ:583 ملتقطًا۔