Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool

ہزار درد کو یہ ایک دوا کفایت ہے                                                                  جو پیش آئے ذرا بھی خطرہ درود پڑھو([1])

صَلُّوا عَلَی الْحَبیب!                                                      صَلَّی اللّٰہُ عَلٰی مُحَمَّد

قَالَ اللہُ تَبَارَکَ وَ تَعَالٰی فِی الْقُرْآنِ الْکَرِیْم  (اللہ پاک پۀ قرآنِ کریم کښې فرمائي):

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ وَ جَاهِدُوْا فِیْ سَبِیْلِهٖ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ(۳۵)

(پارہ:6، سورۀ مائدہ:35)

صَدَقَ اللہُ الْعَظِیْم وَ صَدَقَ رَسُوْلُہٗ النَّبِیُّ الْکَرِیْم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ د شپږمې سيپارې د سورۀ مائده آيت: 35 د اوريدو سعادت حاصل کړو۔ پۀ دې آيت مبارک کښې د نجات او کاميابۍ درې اهم اُصُول بيان کړے شو۔

د آيت مبارک مختصر وضاحت

ارشاد دے:

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اتَّقُوا اللّٰهَ

ترجمهٴ کنزُ العِرفان: اے ايمان والؤ! د الله نه ويريږئ۔

دا د کاميابۍ وړومبے اُصُول دے: تقویٰ اختيارول۔ که مونږ هر قِسمه کار کول غواړو، پۀ هغې کښې زمونږ کاميابي پکار وي او مستقل کاميابي پکار وي، داسې کاميابي کومه چې صرف د دُنيا تر حده پورې نۀ وي بلکې پۀ اخرت کښې هم پۀ کار راشي، د داسې کاميابۍ د پاره دې پۀ هٰغه کار کښې تقویٰ اِختيار کړے شي۔ مثلاً * تاسو څۀ کاروبار کول غواړۍ * پۀ هغې کښې د سود د لين دين نه ځان ساتئ * خلقو له د دوکې ورکولو نه ځان ساتئ * د دروغو وئيلو او د دروغو قَسمونو د خوړلو نه ځان ساتئ * پۀ ناپ تول


 

 



[1]... نور ایمان، صفحہ:57 ملتقطًا۔