Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool

شیدا نہ کیوں ہو اس پر مسلماں                                                                                                   رب    کو    ہے    پیارا    نام    مُحَمَّد([1])

سُبْحٰنَ اللہ! د دې نه يو خو دا معلومه شوه چې پۀ دُنيا کښې اِنسان ته د ټولو نه وړومبۍ کاميابي هُم د وسيلې پۀ برکت ميلاؤ شوې ده، دويم دا هم معلومه شوه چې د الله پاک د مقبول بندګانو پۀ وسيله، بحقِّ فلانکي وئيلو سره دُعا کول د اَبُو البَشَر حضرت آدم           علَيهِمُ السَّلام سُنَّت دي۔ ([2])

د وسيلې پيش کولو تعليم

پۀ اِبنِ ماجه شريف کښې حديثِ پاک دے او دا حديث اِمام ترمذي هم روايت کړے دے، صحابئ رسول حضرت عثمان بن حنيف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: يو ځل يو نابينا صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ بارګاهِ رسالت ته حاضر شو، عرض يـې وکړو: اے خوږه محبوبه صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! د الله پاک پۀ بارګاه کښې دُعا وکړئ چې زما سترګې ټيک شي۔

(سُبْحٰنَ اللہ! معلومه شوه چې د صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عقيده وه چې يقيناً دُعا الله پاک اوري، د ټولو اوري خو لکه څنګه چې د خپل خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم اوري، داسې د چا نۀ اوري۔۔۔!!)

اس کی بخشش، ان کا وسیلہ                                                                                                         دیتا وہ ہے، دِلاتے یہ ہیں

خير! صحابئ رسول رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د دُعا درخواست وکړو، خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هغوئي د پاره يواځې دعا اونکړه بلکې پۀ مونږ غلامانو باندې يـې کرم وکړو او دُعا يـې راته وښودله د پاره د دې چې تر قيامته پورې د هغوئي غلامان د دې دُعا نه برکتونه حاصلوي۔ نو نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: پۀ ښه طريقه اودس وکړه! بيا 2 رکعته نـمونځ وکړه! بيا داسې دُعا وکړه!


 

 



[1]... قبالۂ بخشش، صفحہ:134 ۔

[2]... تفسیر صراط الجنان، پارہ:1، البقرۃ، زیر آیت:37، جلد:1، صفحہ:108۔