Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
د پير بيعت اوکړو، د دې نه علاوه هم تاسو د لويو لويو بزرګانو سيرت ولولئ، هغوئي ټولو د پيرانو بيعت کړے وو، هغوئي چې کله د داسي پير په لاس بيعت اوکړو کوم چي په شرائطو پوره وو نو هله د الله پاک د قُرب پۀ لاره روان شو او د ولايت اوچتې مرتبې ته ورسيدو۔
ځويه! بغير د پير نه هيڅ لاره نشته
سلطان المَشائخ حضرت سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه څومره د اوچتې مرتبې وليُّ الله دے، هغوئي هم پيدائشي ولي وو او د هغوئي شان خو دا وو چې پۀ ماشومتوب مبارک کښې به کله کوڅې ته وتو نو غير مسلمو به هغوئي ته پۀ کتو کلمه وئيله۔ ([1])
سُبْحٰنَ اللہ! دومره ښکلے شان يـې وو، د دې باوجود چې هغوئي کله لږ لوئي شو نو مور بي بي يـې ورته وفرمائيل: ځويه! تر څو پورې چې مو د کامِل پير لَمَن نۀ وي نيولې، تر هٰغه وخته پورې معرفت نۀ شې حاصلولے۔ عرض يـې وکړو: مور جانې! ما ته د ظاهر مرشد څۀ حاجت دے؟ زما پير خو پخپله حُضُور پر نُور صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دے، مور بي بي يـې هم کامِله وليه وه، اوئې فرمائيل: ځويه! ظاهري مُرشد هم ضروري دے، د هغۀ نه بغير د الله پاک معرفت ميلاؤيدل مشکل دي۔ نو سلطان باهُو رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د مور بي بي پۀ حکم باندې لَبَّيک ووئيلو او د پير سيد عبد الرحمان جيلاني دهلوي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ لاس باندې يـې بيعت وکړو۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! معلومه شوه چې که څوک کامِل دے او که ناقص، که د اوچتې مرتبې والا دے او که نۀ، نيک دے او که ګنهګار ټولو له پکار دي چې پۀ شرائطوباندې د پوره پير پۀ لاس بيعت لازمي وکړي، ځکه چې د الله پاک معرفت، د هغه د قُرب منزلونه هُم د پير پۀ وسيله حاصليږي۔ لهذا چې چا اوسه پورې د کامِل پير پۀ