Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
اَلۡـحَـمۡـدُ لـِلّٰـہِ رَبِّ الۡـعٰـلَـمِیۡنَ ؕ وَ الـصَّـلٰـوۃُ وَالـسَّـلَامُ عَـلٰی خَاتَمِ النَّبِیِّن ؕ
اَمَّـا بَــعۡـدُ فَـاَعُـوۡذُ بِـا لـلّٰـہِ مِـنَ الـشَّـیۡـطٰنِ الـرَّجِیۡمِ ؕبِـسۡمِ الـلّٰـہِ الـرَّحۡـمٰنِ الـرَّحِـیۡمِ ؕ
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا حَبِيۡبَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا رَسُوۡلَ اللّٰه
وَعَلٰى اٰلِكَ وَاَصۡحٰبِكَ يَا نُوۡرَ اللّٰه اَلصَّلٰوةُ وَالسَّلَامُ عَلَيۡكَ يَا نَبِيَّ اللّٰه
نَوَيۡتُ سُنَّتَ الۡاِعۡتِكَافِ (ترجمه: ما د سُنَّت اعتكاف نِيَّت اوكړو)
علامه يُوسُف بن اسماعيل نبهاني رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ډير لوئي عاشقِ رسول دے، هغوئي د درودِ پاک پۀ فضيلت باندې ډير کتابونه ليکلي دي، هغوئي پخپله خپله واقعه ليکلې ده چې يو ځل چا پۀ ما باندې د دروغو الزام ولګولو، د دې الزام پۀ وجه د وخت سلطان زما خلاف حکم وکړو چې دا دې د ښار نه ويستلے شي۔ پۀ دې اوريدو زۀ ډير پريشانه شوم، دا د زيارت ورځ وه، نو د جُمعې پۀ شپه ما زر [1000] کرته اِستغفار ولوستو، بيا مې 350 کرته داسې درود شريف ولوستو:
اَللَّہُمَّ صَلِّ عَلٰی سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ وَّ عَلٰی آلِ سَیِّدِنَا مُحَمَّدٍ قَدْ ضَاقَتْ حِیْلَتِیْ اَدْرِکْنِیْ یَارَسُوْلَ اللہِ
دا مې ولوستل او اودۀ شوم، بيا د تهجدو پۀ وخت راپاڅيدم او بيا مې زر [1000] کرته درود شريف ولوستو، بيا مې استغاثه وکړه، د دې برکت دا ظاهر شو چې هُم پۀ بله ورځ زما بے ګناهي ثابت شوه او خليفه پۀ خط راليږلو زما د بے ګناهۍ اِظهار وکړو۔ ([1])
نبی کے صدقہ تمہاری مراد ہو حاصل دعا کے اول و آخر اگر درود پڑھو
رہو گے حفظِ الہٰی میں رات دن محفوظ رسول پاک پر شام و سحر درود پڑھو