Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool

تازه اودس وکړئ، دوه رکعته نـمونځ ادا کړئ، د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله باندې، د هغوئي د ښودلے شوې طريقې مطابق دُعا وکړئ، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! هر حاجت به مو پوره شي۔

د خيټې ننکۍ [غټه دانه] يـې فوراً ټيک شوه

 اِمام اِبنِ اَبِي الدُّنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: يو ځل يو کَس د عبد الملک بن حيان خوا له راغلو، عبد الملک د هغه خِيټه چيک کړه، د چيک کولو نه پس يـې ووئيل: ستا داسې بيماري ده د کومې چې هيڅ عِلاج نشته (يعنې اوسه پورې د دې بيمارۍ علاج نۀ دے پيدا کړے شوے)۔ هٰغه کَس پريشانه شو او پوښتنه يـې وکړه چې څۀ بيماري ده؟ اوئې وئيل: ستا دُبَيلَه ده (يعنې ستا پۀ خِيټه کښې غټه دانه ده، کيدے شي چې نن سبا دې ته کينسر وئيلے کيږي)۔ بيا چې هٰغه کَس دا خبره واوريدله نو ډير پريشانه شو او واپس لاړو، لاړو او د الله پاک پۀ حضور کښې حاضر شو او عرض يـې وکړو: اللہ! اللہ! رَبِّیْ لَااُشْرِکُ بِہٖ اَحَدًا! يعنې د الله پاک پناه! د الله پاک پناه! هغه زما رَبّ دے، ما د هغۀ سره څوک هم شريک نۀ دے ګرځولے۔ بيا هغه هم هٰغه دُعا وکړه:

اللّٰهُمَّ اِنِّي اَتَوَجَّهُ اِلَيْكَ بِنَبِيِّكَ مُحَمَّدٍ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ، نَبِيِّ الرَّحْمَةِ، يَا مُحَمَّدٌ اِنِّي اَتَوَجَّهُ بِكَ اِلٰی رَبِّكَ وَرَبِّي اَنْ يَرْحَمَنِيْ مِمَّا بِيْ

اے الله پاکه! زۀ ستا پۀ حُضُور کښې ستا د نبي، د رحمت والا نبي، حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله متوجه شوے يم، اے مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ ستاسو پۀ وسيله باندې د خپل رَبّ پۀ حضور کښې متوجه يم چې هغه زما دې بيمار حالت ته د رحمت نظر وفرمائي۔

اِمام اِبنِ ابي الدُّنيا رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: هٰغه کَس د دې دُعا کولو نه پس بيا راغلو،