Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
الله پاک قُرب حاصل کړے شي۔ ([1]) مثلاً * پۀ نـمونځ کولو سره د الله پاک قُرب حاصليږي، ځکه دا هم وسيله ده * پۀ روژه نيولو د الله پاک قُرب حاصليږي، دا هم يوه وسيله ده * د زکوٰة پۀ ورکولو * د صدقې او خيرات پۀ کولو * پۀ حج * پۀ عمره * پۀ تلاوت * د ذِکر او درود پۀ ذريعه * غرض د هر يو نيک کار پۀ ذريعه د الله پاک قُرب حاصليږي،لهذا هر نيک کار يوه وسيله ده، هم داسې * د الله پاک د نيکانو بندګانو پۀ ادب کولو * د هغوئي سره پۀ محبت کولو * د هغوئي پۀ بارګاه کښې پۀ حاضرۍ کولو * د هغوئي پۀ زيارت کولو * د هغوئي پۀ ذِکر کولو د الله پاک رحمتونه نصيب کيږي، زړۀ روښانه کيږي، د زړۀ تور والے لرې کيږي او د الله پاک قُرب نصيب کيږي، لهذادا د الله پاک نيکان بندګان، نبيان، وليان ټولې وسيلې دي او مونږ له حکم راکړے شوے دے چې
وَ ابْتَغُوْۤا اِلَیْهِ الْوَسِیْلَةَ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او د هغه طرف ته وسيله ولټوئ۔
يعنې د الله پاک پۀ حُضُور کښې وسيله ولټوئ! که مونږه وسيله ولټوو نو څۀ به ميلاؤيږي؟ فرمائي:
لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُوْنَ
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: پۀ دې اُميد چې تاسو کاميابي بيامومۍ۔
معلومه شوه چې * کله هم څۀ سخته راشي * پريشاني راشي * مصيبت راشي* بيماري راشي * قرض داري راشي * مونږ څۀ اهم کار کول غواړو * کور جوړول يا اخستل غواړو * کاروبار شروع کول غواړو * تعليم حاصلول غواړو * انټرويو ورکولو له ځو * زمونږ څۀ جائز خواهش دے، مونږ يـې پوره کول غواړو * څۀ نيک ارمان مو دے، هغه حاصلول غواړو، غرض دا که هر قِسمه د دُنيا يا د اخرت کار دے،