Book Name:Naza aur Qabr Ki Sakhtian-1442

   شيخُ الاسلام خواجه فريد رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل بيان كښې نور اوفرمائىل : امام اعظم ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ديرشو كالو پورې په بستره نه دے اُوده شوے ، هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د خوفِ خُدا په وجه بے هوشه شولو او يوه ورځ او يوه شپه بلكه د دې نه به هم زيات وخت بے هوشه وو ، چې كله به په هوش كښې راغلو نو خپل ځان به ئې ملامته كولو ، او فرمائيل به ئې : اے نفسه! تا خو هيڅ داسې نيكي نه ده كړي چې هغه په بارګاهِ اِلٰهي كښې قبوله شي او د قيامت په ورځ خلاصے درنصيب شي. اے نفسه! ته به په دُنيا او آخرت كښې بے وسه شې ، امام اعظم ابوحنيفه رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به د قرآنِ كريم تلاوت كولو كولو چې كله به عذاب والا آيتونو ته را اورسيدلو نو د ډير ساعته پورې به حيران وو او فرمائيل به ئې : ډيره د حيرانتيا خبره به وي چې ابوحنيفه (رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه) د قيامت په ورځ خلاصے اومومي.

شيخُ الاسلام خواجه فريد ګنج شكر رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه به داسې د خوفِ خُدا نه ډك ژړوونكے بيان كولو چې پخپله به هم د خوفِ خُدا د غلبے په وجه بے هوشه شو او په مُصَلّٰـى به را پريوتلو ، او يوه ورځ او شپه به مسلسل بے هوشه وو ، چې كله به په هوش كښې راغلو نو اوبه ئې فرمائيل : حضرت عبدُ الله تُستري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د څلويښتو كالو پورې مسلسل ژړلي دي ، په دغه موده كښې چا هغوئي د ژړا نه بغير نه دے ليدلے ، د هغوئي نه پوښتنه اوكړے شوه : جناب! تاسو د ژړا نه بغير چا نه ئې ليدلي ، د دومره ژړا وجه څه ده؟ اوئې فرمائىل : اے قدرمندو! چې كله د قيامت سخته ورځ را ياده شي... آه! هغه ورځ چې مور و پلار به د اولاد پرواه نه كوي ، پلار به د بچي نه ، او بچے