Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
شي ميلاويدے، څوك چې په دُنيا پسې روان وي، هغه د دُنيا غلام دے. څوك چې په مال پسې روان وي هغه د مال غلام دے، څوك چې د ښكلا او ښائست خواهش لري، هغه د حُسن غلام دے، څوك چې د مقام او مرتبے، منصب او عهدے مينه لري، هغه د مقام او مرتبے، منصب او عهدے غُلام دے. او څوك چې نور هر څه پريږدي او صرف او صرف د الله پاك بندګي او د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري اختيار کړي هغه د هر څيز نه آزاد دے. ډاكټر اقبال وائي:
دَرْ اِطَاعت کَوْش اَے غَفْلَت شِعَار مِیْ شَوَد اَز جَبْر پَیْدا اِخْتِیَار([1])
يعني اے غافله! په اطاعت كښې ښه كوشش اوكړه ځکه چې خپل نفس په قابو کښې ساتلو سره آزادي ميلاويږي.
حضرت حبيب راعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه تابعي بُزُرګ دے، د حضرت سلمان فارسي رَضِیَ الله عَنْهُ په صُحبَت كښې پاتې شوے دے، حضرت حبيب راعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه چيلئ ساتلي وې. هغه [چيلئ] به ئې د دريائے فُرات غاړې ته بوتلې، هلته به ئې د الله پاك عبادت كولو، حضرت داتا ګنج بخش علي هجويري رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه په خپل مشهور كتاب ”كَشْفُ الْمَحْجُوْب“ کښې ليكي: يوه ورځ يو كس د دريائے فُرات په خوا تيريدلو، هغه اوليدل چې حضرت حبيب راعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لمُونځ ادا كوي، او شرمښ د چيلو څوكئ كوي، دا ئې چې اوليدل نو هغه حيران شو، هغه كس د حضرت حبيب راعِـى رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د ملاقات د پاره حصار شو، چې كله هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه لمُونځ پوره كړو نو سلام ئې ورته اوكړو: هغوئي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه د سلام جواب وركړو، هغه كس عرض اوكړو: جناب! ستاسو چيلو سره د شرمښ داسې مينه ده چې هغه د دوئي حفاظت كوي؟ اوئې فرمائيل:د چيلو مالِك د الله