Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
اولاد پيدا شو، د هغې نه 12 قبيلے جوړې شوے، هغوئي ته بنـي اسرائيل وائي. په قرآنِ كريم كښې په ډيرو مقاماتو كښې د بنـي اسرائيلو ذِكر موجود دے.
د بنـي اسرائيلو آبائي وطن مُلكِ شام كښې ”كِنعان“ نومې علاقه وه، چې كله حضرت يُوسُف عَلَيْهِ السَّلام مِصر ته تشريف راوړو، دلته هغوئي عَلَيْهِ السَّلام د نَبُوَّت اعلان اوفرمائيلو، مِصر والا ئې د كفر و شِرك نه منع كړل، هغوئي ئې د يو الله پاك عبادت طرف ته را اوبلل، الله پاك حضرت يُوسُف عَلَيْهِ السَّلام ته د عزيزِ مِصر (يعنې د مصر د وزير اعظم) عهده عطا كړه، د هغه وخت بادشاه هم په حضرت يُوسُف عَلَيْهِ السَّلام باندې ايمان راوړو او تابعدار شو، هغه وخت د حضرت يُوسُف عَلَيْهِ السَّلام والِدِ محترم حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام، او د حضرت يُوسُف عَـلَيْـهِ الـسَّـلَام 11 ورونړو او باقي ټول خاندان مصر ته تشريف راوړو.
بنـي اسرائيل د حضرت يعقوب عَلَيْهِ السَّلام اولاد وو او د مصر وزيرِ اعظم حضرت يُوسُف عَلَيْهِ السَّلام وو، لِهٰذا په مصر كښې د بنـي اسرائيلو ډير عِزَّت، مقام او مرتبه وه، خلقو به د هغوئي احترام كولو. آخر يُوسُف عَلَيْهِ السَّلام د دُنيا نه تشريف يوړلو، وخت تيريدلو، صدئ تيرې شوے، سوونه كالونه پس يو مغرور او سركشه كس د مصر وزيرِ اعظم جوړ شو د هغه نوم وَلِيْد بِن مُصْعَبْ او لقب ئې فرعون وو. دغه بدبخته د خدائي دعوٰى اوكړه او بنـي اسرائيل ئې خپل غلامان جوړ كړل. ([1])
گدا کو بادشاہ یا بادشاہوں کو گدا کر دے میرے مالِک تُو جب چاہے کسی کو کیا سے کیا کردے
دا هم د قدرت يوه عجيبه نښه ده، الله چې چا له اوغواړي بادشاهي وركوي او چا له چې اوغواړي د غلامئ په زنځيرونو كښې ئې اُوتړي.