Book Name:Azadi Kisay Kehtay Hain
وَ تُعِزُّ مَنْ تَشَآءُ وَ تُذِلُّ مَنْ تَشَآءُؕ- (پارہ3،سورۂ آلِ عمران:26)
مفهوم ترجمہ کنزُ العِرفان: او ته چې چا له اوغواړې عِزَّت وركوې او چا له چې اوغواړې ذِلَّت وركوې.
کسی کو تاجِ وقار بخشے، کسی کو ذِلَّت کے غار بخشے
جو سب کے ماتھے پہ مُہْرِ قُدْرت لگا رہا ہے، وہی خُدا ہے
په اصل كښې دا يو ازميښت دے، انسان ازمائيلے كيږي، ګوري: چې څوك څنګه دے؟ الله پاك ته خو هر څه معلوم دي، هغه ته معلوم دي چې څوك نيك دے، څوك بد دے، الله پاك ته معلوم دي چې څوك واقعي نيك دے او څوك صرف نيك ښكاري، الله پاك ته د ازميښت او امتحان اخستلو حاجت نشته، خو په انسان كښې دننه چې كوم صفت دے، په يو ښه انسان کښې دننه چې كوم ښه والے دے او په يو بد انسان کښې دننه چې كوم شيطان دے، چې هغه دُنيا ته ښكاره كړے شي، بادشاهانو نه غلامان او دغلامانو نه بادشاهان جوړ كړے شي او د انسان د حقيقت نه پرده اوچته كړے شي، څومره خلق داسې دي چې بادشاهان جوړ شوي دي يا په يوه غټه عُهده، منصب باندې فائز وي نو ډير نيك وي، ډير شكر ادا كوونكے وي، رحم دله وي خو چې كله ترينه بادشاهي، عهده او منصب واخستے شي، نو بيا د هغه اصليت دُنيا ته ښكاره شي، په بادشاهي يا منصب تللو باندې هغه د خپل ربّ نه ګيله كول شروع كړي، چا چې بادشاهي ورکړي وه، چا چې عهده، منصب وركړے وو، نو دراصل د داسې خلقو په زړونو کښې د الله پاك سره محبت نه وي بلکه دوئي د خپل منصب او عهدے سره محبت كوي، ډير خلق داسې وي كوم چې کله فقير، غريب وي نو ډير نيك، رحم دله او شُكر ګزاره وي، خو چې څنګه ورته منصب، عهده ميلاؤ شي، يا مالدار شي نو د هغوئي هغه دننه غرور، تكبر دُنيا ته ښكاره شي، دا هم د الله پاك سره محبت كوونكي نه دي بلكه په اصل كښې د خپل خواهش، غُرور او تكبر غلامان