Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
هسې هُم عاشِق شوے وو. نو د اسلام دعوت ئې چې واوريدلو نو د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په لاسو مباركو ئې فوراً اسلام قبول كړو.
سرکش جو تھے قائِل ہوئے، دُشمن جو تھے مائِل ہوئے مَسْحُور کُن ہے کس قدر یا مصطفےٰ لہجہ ترا
سركشه هُم قائل شو، دُښمنان هُم مائل شو څومره ښکلي ده لهجه ستاسو يا رسولَ الله
خوږو او محترمو اسلامي ورونړو! ولې چې د مکّے كافرانو په مومِنانو باندې ظلمونه كول، په دې وجه خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هغه عظيم عاشِقِ رسول ته فِى الحال د اِيمان پټ ساتلو حكم اوكړو. هغه غلام د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په حكم لَـبَّيْـك اووئيلو او بيرته لاړو.
خوش نصيبه غلام كوم چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په غلامئ كښې راغلو او د غلامانو د سردارئ تاج ورته نصيب شو، چې كله دا د خپل دُنياوي مالِك كور ته اورسيدلو نو يوه عجيبه خبره اوليدے شوه، چيلئ خو مخكښې هم څريدلې خو نن دې چيلو د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د مخ مبارك زيارت كړے وو، نن دې چيلو ته د مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د خدمت شرف نصيب شوے وو، په دې وجه نن چيلو شوده د مخكښې نه څو چنده زيات اوکړل. مالك او د كور خلقو چې كله شوده ډير زيات اوليدل نو غلام ته ئې اووئيل: اے غلامه! نن خو دِ چيلئ ډير ښه ځائے کښې څرولي دي، بيا هم هلته ځه، او هلته ئې څروه.
عاشِق له نور څه پکار وي، د محبوب ديدار. هغه غلام كوم چې د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نوراني مخ زيارت كړے وو، د هغه زړه خو به د مخكښې نه په دې ارمان وو چې د ديدارِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کولو مې بيا څه بهَانه جوړه شي. سُبْحٰنَ الله! د خوږ حبيب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم معجزے ورله بهَانه هم جوړه كړه.