Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat

     د روايت الفاظ دي: ابوجهل چې دا خبره واوريدله نو فوراً ئې اووئيل: زه قَسَم خورم! ستا دې چيلو څرولو والا غلام ته پته ده چې مُحَمَّد (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم) چرته دے؟ مطلب ئې دا وو چې داسې ناڅاپه د چيلو د شودو زياتيدلو صرف يو صورت کيدے شي، او هغه ده مُعجزه او په دې زمانه کښې مُعجزه ښودلو والا صرف مُحَمَّدِ عَـرَبِـی صَلَّى اللهُ  عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم دي، نو د دې چيلو د څربه کيدلو وجه هُم دا ده چې دا چيلئ د مُحَمَّد مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې حاضرې شوي دي.

    اندازه اوكړئ! ابوجهل بدبخته ته څنګه پوخ يقين وو، خو بدبختي او ضِد ئې هُم اوګورئ! چې د دومره يقين لرلو باوُجود هغه بدبخته اسلام قبول نه كړو.   

     خير! عبدُ الله بِن جَدعَان هم كافِر وو، هغه چې د ابوجهل كافِر  خبره واوريدله نو عاشِقِ رسول غلام ئې د غار خوا ته تللو نه منع كړو. غلام وو، كه خبره ئې نه منلے نو څه به ئې كړي وے، که زړه ئې نه غوښتله نو هُم خبره منلو باندې مجبوره شو. او د شفيق و مهربان آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نه ئې جدائي شروع شوه.

    د يو رښتيني عاشِقِ رسول مخې ته د هِجر او جدائې ديوال اودريدو، مخكښې به ټوله ورځ د ديدار نه مشرفه کيدلو، چې كور ته به راغلو نو شپه تيرول به ورته مشكل شو خو اميد به ئې لرلو چې صبا به بيا حاضر شم، او په ديدارِ مصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم به خپلې سترګې يخې كړم، خو افسوس چې اوس ئې دا اُميد هم ختم شو.

    اے عاشِقانِ رسول! اوس خو دا صرف جدائي ده، اوس خو صرف محبوب نه د لرې اوسيدلو غم دے. خو ”لا د عِشق ازميښتونه نور هم پاتې دي“ يو شاعر وئيلي دي:

یہ عشق نہیں آساں، اتنا ہی سمجھ لیجئے               اِک آگ کا دریا ہے اور ڈوب کے جانا ہے

يعني دا عشق دومره آسان نه دے، دا د اور يو درياب دے او په دې کښې غوپه وهلو باندې په دې پوريوَتل دي دي۔