Book Name:Bilal Habshi Ki 8 Hikayaat
چې د خپل ”مالِك“ نه ئې دا خبره اوريدلي وي نو هغه عظيم عاشِق به څومره خوشحاله شوے وي، د سحر كيدلو انتظار به ئې شروع کړے وي، هغه به سوچ كولو چې كله به سحر كيږي، كله به زه بيا د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نوراني مخ ليدلو سعادت حاصلووم، کيدے شي چې هغه خوش نصيبه عاشق ته د شپې سم خوب هُم نه وي ورغلے چې کله به صبا کيږي او زه به بيا د هغه ښکلي مخ ديدار کووم...؟
چې سحر شو نو د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم رښتينې عاشِق چيلئ روانې كړې، غار ته نزدې اورسيدلو، د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې ئې شوده پيش كړل، د خوږ نبـي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نوراني مخ مبارك زيارت ئې هُم كولو او د دِين خبرې ئې زده كولې، چې ماښام شو، كور ته بيرته راغلو، بيا ئې د راروان سحر انتِظار شروع کړو.
دويمه شپه هم څه داسې تيره شوه، سحر بيا [د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې] حاضر شو، درې ورځې خو ډيرې په آرام سره تيرې شوے خو عِشق او هغه هم عِشقِ مُصطفٰى صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم څه اسانه خبره نه ده. عِشق امتحان اخلي، په عِشق كښې د عاشِق ازميښت كيږي، د دې عظيم عاشِقِ رسول هُم اوس ازميښت شروع شو، درې ورځو پورې د خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم په خدمت كښې د حاضريدلو سلسله جاري وه، خو څلورمه ورځ د محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د ملاقات په جدائې کښې بدله شوه، د اِيمان راوړلو په څلورمه ورځ ئې امتحان شروع شو، مُعامَله دا اوشوه چې د مکّے فرعَون ابوجَهل يوه ورځ د عبدُ الله بِن جَدعَان په كوڅه تيريدلو، هغه چې چيلئ اوليدلې نو حيران شو او وئې وئيل: ډيرې صحت مندې چيلئ دي، تَئِينه ئې هم د شودو نه ډک دي.....! عبدُ الله بِن جَدعَان اووئيل: مخكښې داسې نه وو. درې ورځې شوي دي چې د چيلو شوده زيات شوي دي.