Book Name:Aqal Mand Mubaligh

   4: حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي: څلورم هغه كس دے چې فرښتے ئې هُم په عظمت سره يادوي، په حديثِ پاك كښې دي: چا چې علم زده كړو، په هغې ئې عمل اوكړو او نورو ته ئې ورزده كړو، د فرښتو په نِزد هغه ته عظيم انسان وئيلے كيږي. حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه نور فرمائي: دا د الله پاك معرفت لرونكے دے، دا هغه کس دے كوم چې الله پاك د خپلو آيتونو (يعنې نښو) عالِم جوړ كړے دے، د هغه په زړه كښې د عِلم ډيرې قيمتي ملغلرې ايښودے شوي دي، دا خوښ شوے مقبول بنده دے، الله پاك ده ته خپل هدايت ورعطا كړے دے، الله پاك هغه ته په خپل قُرب كښې ترقي وركړي ده، د علم د پاره ئې د هغه سينه فراخه كړي ده، هغه ئې د نيكئ د دعوت وركولو والا، د عذابونو نه ويرولو والا جوړ كړے دے، دا پخپله هُم په هدايت دے او نورو ته هُم هدايت وركوي، دا د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام رښتينے نائب دے.

    حُضُورِ غوثِ پاك رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه خپلو مريدانو، عقيدتمندو بلكه ټولو عاشقانِ رسول ته نصيحت كوي، فرمائي: تاسو ته كه داسې كس ميلاؤ شي نو د هغه لمَن کلکه  اونيسئ! د هغه مُخالَفَت مه كوئ! د هغه نه نفرت مه كوئ! د هغه نه مه جدا كيږئ! د هغه خبره د نه منلو او د هغه په نصيحت د عمل نه كولو نه ځان ساتئ! ځكه چې د انبيائے كرامو عَلَيْهِمُ السَّلام داسې رښتينے نائب كوم چې په علم عمل كوي او د نيكئ دعوت عام كوي، د هغه په تابعدارئ كښې سلامتيا ده. ([1])

نام   الیاس   عطارؔ   ہے   جس   کا   وہ                                رہبرِ    اہلسنت    سلامت    رہے

روشنی جس کی جگ میں ہے پھیلی ہوئی                      ماہتابِ   ولایت   سلامت   رہے


 

 



[1]...شرح فُتُوح الغیب، صفحہ:353۔