Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga

سُبْحٰنَ اللہ! د دې نه پس رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: آيا دا ټولې هٰغه خبرې نۀ دي کومې چې زۀ تاسو ته بيانووم؟ صحابۀ کرامو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم عرض وکړو: آؤ جي! يا رسولَ الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم! دا خو هم هٰغه خبرې دي کومې چې تاسو مونږ ته مخکښې بيان کړې وې۔

د دې نه پس نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وفرمائيل: واورئ! دجَّال پۀ بحرِ شام کښې قيد دے يا پۀ بحرِ يمن کښې۔ نن سبا پۀ دې دواړو کښي نشته، چې کله راووځي نو د مشرق د طرف نه به راځي۔([1])

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې واقعه کښې يو خو د دجَّال پۀ باره کښې معلومات دي چې دجَّال به قيامت ته نزدې نۀ پيدا کيږي،بلکې هغۀ پيدا شوے دے. ([2]) بس اوس د هغۀ د قيد نه راوتل دي۔ بعضې وخت پۀ سوشل ميډيا وغيره باندې غلط معلومات ورکړے کيږي، د دجَّال معامله هم ډيره خطرناکه ده او حيرانيدونکې هم ده، ځکه خلق د وِيوَر شِپ (viewer Ship) زياتولو د پاره د دجَّال پۀ باره کښې قِسما قِسم خبرې کوي چې پۀ فلانکۍ علاقه کښې ماشوم پيدا شوے دے، هغۀ د يوې سترګې والا دے، هغۀ دجَّال دے، د هغۀ داسې داسې پالنه کيږي وغيره وغيره۔ ټولې د دروغو قيصې دي۔ صحيح خبره هٰغه ده کومه چې پۀ حديثِ پاک کښې ارشاد شوه چې دجَّال پيدا شوے دے او کله د شام پۀ سمندر کښې قيد وي، کله د يمن پۀ سمندر کښې قيد وي او قيامت ته نزدې به چې کله راووځي نو د مدينے د مشرق طرف ته چې کوم سمندر دے د هٰغه ځائے د قيد خانې نه به راووځي۔

بيا دلته پۀ يوه بله خبره باندې هم غور وکړئ چې دجَّال کافِر دے، مردود دے، د خدايۍ


 

 



[1]...مسلم، کتاب الفتن...الخ، باب قصۃ الجساسۃ، صفحہ:1127، حدیث:2942ملخصاً۔

[2]...فتح الباری، کتاب الفتن، باب ذکر الدجال، جلد:13، صفحہ:114، زیرِ حدیث:7131 خلاصۃً۔