Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga

ويښته وو چې د هغۀ مخ ترينه نۀ ښکاريدو۔ هٰغه ځناور زمونږ سره خبرې وکړې او اوئې وئيل: زۀ يو جاسوس يم۔ مخکښې ځئ، دلته يوه ګرجا ده، هلته يو کَس ستاسو انتظار کوي۔ فرمائي: مونږه د هٰغه چارپايه د خبرو نه ويريدو چې هسې نه چرته پيريان وغيره وي۔

خير! مونږه ګرجې ته لاړو، هلته د دومره لوئي وجود والا انسان وو چې مونږ چرته داسې انسان نۀ وو ليدلے۔ هغۀ پۀ مضبوطو زنځيرونو باندې تړلے شوے وو۔ مونږ پوښتنه وکړه: ستا دې بد وي، تۀ څوک يـې؟ هغۀ ووئيل: وړومبے تاسو ووايئ چې تاسو څوک يـئ؟ مونږ هغۀ ته ووئيل چې مونږ د عربو اوسيدونکي يو او لار رانه ورکه شوې ده او دلته رارسيدلي يو۔ هغۀ ووئيل: د بَيسَان نومې باغ پۀ باره کښې راته ووايئ! آيا هغه ميوې کوي؟ مونږه ووئيل: آؤ! هغه ميوې کوي۔ هغۀ ووئيل: نزدې ده چې هٰغه باغ به ويجاړ شي۔ بيا يـې ووئيل: پۀ بُحيرَه طَبَرِيَّه ( يعنې See Of Galilee دا د فلسطين سره نزدې يو ډير لوئي تالاب يعني ډنډ دے) آيا پۀ هغې کښې اوبه شته؟ مونږ ووئيل: آؤ! هغه د اوبو نه ډک دے۔ اوئې وئيل: ډير زر به د هغې اوبه وچې شي۔ دغه شان بيا هغۀ بَله يوه پوښتنه وکړه چې ما ته د نَبِي اُمِّي پۀ باره کښې ووايئ۔ مونږ ووئيل: هغۀ پۀ مکه کښې وو، هغوئي د نبوت دعویٰ فرمائيلې ده، اوس يـې د مدينے منورې طرف ته هجرت کړے دے۔ اوئې وئيل: د عربو د پاره دا بهتره ده چې د نبي اُمِّي (صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم فرمانبرداري وکړي)۔

بيا هغۀ ووئيل: اوس زۀ تاسو ته د خپل ځان پۀ باره کښې وايم، زۀ دجَّال يم۔ ډير زر به ما ته د وتلو اجازت راکړے شي، زۀ به پۀ 40 ورځو کښې په ټوله زمکه کښي چکر لګوم، هر يو کلي، هر يو ښار ته به ځم۔ آؤ! مکے مدينے ته به ما ته د تللو اجازت نۀ وي۔

خوږ آقا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم واقعه بيانوله چې کله دې ځائے ته راورسيدو نو د مدينے د محبت پۀ جوش کښې يـې خپله اَمسا مبارکه منبر له راواچوله او اوئې فرمائيل: ہٰذِہٖ طَیْبَہ ہٰذِہٖ طَیْبَہ ہٰذِہٖ طَیْبَہ دا طيبه ده، دا طيبه ده، دا طيبه ده۔