Book Name:Dajal Kahan Hai Kab Nikale ga
دعویٰ به کوي، څومره ډير خلق به دوزخيان کوي خو د حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم شان ځانګړے دے۔ دجال پخپله کافِر هُم دے د کُفر دعوت ورکوونکے هم دے خو د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د تعريف کولو نه بغير پاتې نۀ شو۔ هغۀ حضرت تَمِيم داري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ووئيل چې د عربو پۀ حق کښې هم دا بهتره ده چې هغوئي د نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم کلمه ووائي۔
د قرآنِ کريم مشهور مفسر، حکيم الاُمّت مفتي احمد يار خان نعيمي رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه پۀ دې ځائے کښې فرمائي: 2 کسان دي کومو له چې د اِسلام قبلولو دعوت کافرانو ورکړے وو: (1): يو حضرت تَمِیْم دارِي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې د دجَّال پۀ ترغيب باندې هغوئي کلمه ووئيله (1): دويم حضرت سفیان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ، هغوئي شام ته د تجارت د پاره تلي وو، هلته هِرَقل بادشاه کوم چې غير مسلمه وو، هغۀ حضرت سفيان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ووئيل چې هغوئي رښتونے نبي دے۔ د هِرَقل کلمه نصيب نۀ شوه، حضرت سفيان رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کلمه ووئيله او د صحابيت اوچتې درجې ته ورسيدو۔([1])
اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! الله پاک زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم داسې د کمال والا نبي جوړ کړے دے چې دښمن که وغواړي نو هم يـې بد نشي بيانولے۔ اعلیٰ حضرت رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه فرمائي:
وہ کمالِ حُسْنِ حُضُور ہے کہ گمانِ نقص جہاں نہیں
وہی پھول خار سے دُور ہے، وہی شمع ہے کہ دُھواں نہیں([2])
وضاحت: د دواړو جهانو د سرکار، مکي مَدَني سردار صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د حسن او جمال کمال دا دے چې څۀ قِسمه کمے خو غټه خبره ده چې د څۀ کمي ګمان پکښي هم نشي