Book Name:Deen Aur Qurbani
او خپل حالت مو پخپله خراب کړو۔ افسوس! ډير افسوس چې مونږ د بے عملۍ پۀ سبب د ذِلت او رسوايۍ ژورې کندې ته ډير پۀ تيزۍ سره غورځيږو۔
اے خاصۂ خاصانِ رُسُل وَقتِ دُعا ہے اُمّت پہ تِری آ کے عجب وقت پڑاہے
جو دین بڑی شان سے نکلا تھا وطن سے پردیس میں وہ آج غریب الغربا ہے
ہم نیک ہیں یا بد ہیں پھر آخِر ہیں تمہارے نسبت بہت اچھی ہے اگر حال برا ہے
تدبیر سنبھلنے کی ہمارے نہیں کوئی ہاں ایک دعا تیری کہ مقبولِ خدا ہے
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له پۀ سنجيدګۍ سره د خپل کردار جائزه اخستل پکار ده * پۀ مونږ باندې لازم دي چې د خپلو ګناهونو نه رښتونې توبه وکړو * پۀ خپل ځان کښي د ايمان جوش پيدا کړو * او دا ذهن جوړ کړو چې مونږ ته ضرور د دِين خدمت کول دي * کاش چې ټول دا مَدَني مقصد اختيار کړي چې ما ته د ځان او د ټولې دُنيا د خلقو د اِصلاح کوشش کول دي۔ اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم!
د يو مسلمان پۀ حيث که مونږه پۀ خپلو ذِمه وارو پوهه شو، د الله او د رسول پۀ مَحَبَّت کښې ډوب شو او د دې مَدَني مقصد پۀ پوره کولو مو لاس پورې کړو نو اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! پۀ دواړو جهانوکښې به مو بيړۍ پار شي۔
د دواړو جهانو د سلطان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم قُربانۍ
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ ټوله دُنيا کښې د دِين خورولو د پاره به مونږ ته هم پۀ خپل ځان کښې د قُربانۍ جذبه پيدا کول وي، د قُربانۍ ورکولو نه بغير هيڅ هم نشي کيدے، وګورئ چې * زمونږه خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د دِين د پاره څنګه څنګه قربانۍ ورکړې دي، د دې سوچ هم د لړزيدو د پاره کافي دے * نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته ډير تکليفونه ورسولے