Book Name:Deen Aur Qurbani
ورکوي او اوري يې، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي خو به پۀ مزو سر وي، که الله پاک وغوښتل نو ضرور به د هغوئي قبرونه د دننه ځليږي ، څوک چې د نيکۍ دعوت عام کوي، پۀ مَدَني قافلو کښې د سفر پۀ ذريعه د نيک اعمال ترغيب ورکوي، د سُنَّتو نه پۀ ډکو اجتماعاتو کښې د شرکت دعوت ورکوي، اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د هغوئي قبرونه به هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نُور پۀ برکت نُورٌ عَلٰى نُوْر وي۔
قبر میں لہرائیں گے تاحَشر چشمے نور کے جلوہ فرماہوگی جب طَلعَت رسول اللہ کی
جنَّت ته داخليدل او د تيرو ګناهونو کفّاره
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! هٰغه اِسلامي وروڼه کوم چې د عِلمِ دِين زده کولو پۀ نيت پۀ مَدَني قافلو کښې سفر کوي، د هغوئي د پاره جنَّت ته د داخليدو او د تيرو ګناهونو د کفارې زيرے دے۔ (1): د حضرت ابو سعيد خدري رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ نه روايت دے: مَنْ غَدَا وَ رَاحَ وَ ہُوَ فِیْ تَعْلِیْمِ دِینِہٖ فَہُوَ فِی الْجَنَّۃِ يعنې څوک چې د خپل دِين د عِلم زده کولو د پاره سحر يا ماښام لاړ شي، هغۀ جنَّتي دے۔ ([1]) (2): پۀ يو حديثِ پاک کښې دي: کوم کَس چې عِلم لټوي، نو دا کار به د هغۀ د تيرو ګناهونو کفاره شي۔ ([2])
د دُنيا حاصلولو د پاره سفر
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! لږ غور خو وکړئ چې نن سبا خلق د مال زياتولو د پاره د خپل ښار نه بَل ښار، د خپل ملک نه بَل ملک ته ځي * د مور پلار * خوئيندو وروڼو * او د بال بچ نه پۀ کلونو لرې پراتۀ وي۔ آه! نن سبا د دُنيا حاصلولو د پاره زياتره خلق قِسما قِسم قربانۍ ورکوي خو د دومره عظيمُ الشان اَجر او ثواب د زيري باوجود د الله پاک پۀ لار کښې د يو څو ورځو د پاره پۀ مَدَني قافله کښې سفر کولو ته تيار نۀ وي۔