Book Name:Deen Aur Qurbani
نيکو ګټلو موقعې راکوي۔ د دعوتِ اِسلامي د I.T ډيپارټمنټ له خوا يو موبائل ايپلي کيشن جاري کړے شوے دے، د کوم نوم چې : Quran Al kareem (القرآن الکریم ) دے۔ دا ايپلي کيشن پۀ (Android) او IOS دواړه قِسمه ډيوائسز کښې پۀ اسانۍ سره ډاؤن لوډ کيدے او استعماليدے شي، پۀ دې موبائل ايپلي کيشن کښې * د پوره قرآنِ پاک لوستلو او د مختلفو قاريانو پۀ اوازونو کښې د قرآنِ پاک اوريدلو سهولت موجود دے * دې سره سره يو خاص سورت يا آيت Bookmark کيدے هم شي يعني بيا بيا لوستونکے سورت يا آيت د Bookmark کيدو سره پۀ اسانۍ سره لوستلے کيدے شي۔
زر تر زره دا ايپلي کيشن پۀ خپل موبائل کښې انسټال کړئ، پخپله يـې هم د قرآنِ کريم تلاوت کوئ او نورو له هم د قرآنِ پاک د لوستلو او اوريدو ترغيب ورکړئ۔
یہی ہے آرزو تعلیم قرآں عام ہو جائے ہر اِک پرچم سے اُونچا پرچم اسلام ہو جائے
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
راځئ چې د بيان پۀ اخره کښې يوه شرعي مسئله زده کړو:
(د صحيح شرعي مسئلې يا پۀ خلقو کښې د پرتې غلط فهمۍ پۀ ګوته کول)
مسئله: د اودس نه پس پۀ جامو بدلولو اودس نۀ ماتيږي۔
وضاحت: * پۀ عوامو کښې مشهوره ده چې پۀ جامو بدلولو يا د ستر پۀ ښکاره کيدو اودس ماتيږي۔ د اودس نه پس پۀ جامو ويستو اودس نۀ ماتيږي او نۀ د ستر پۀ ښکاره کيدو اودس ماتيږي * البته بغير د څۀ وجهې ستر ښکاره کول چې خلق يـې وه ويني ګناه ده، د نارينه د پاره د نوم نه تر د پنډو د لاندې حصې پورې ټول وجود ستر دے۔ ([1])
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد