Book Name:Deen Aur Qurbani
لږ سوچ خو وکړئ چې صحابۀ کرامو، اهلِ بيتِ پاک او د کربلا شهيدانو رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم د الله پاک پۀ لار کښې څومره قربانۍ ورکړې دي، د الله پاک پۀ لار کښې پۀ سفر کولو کښې يـې ښۀ پوره حصه واخسته، دا هم د هغوئي د قربانو برکت دے چې نن سبا پۀ دُنيا کښې پۀ هر لور د دِينِ اِسلام سپرلي دي، بهر حال! يو خوا صحابۀ کرام او اَهلِ بيت رَضِىَ اللهُ عَـنْهُم دي د چا ژوند چې د دِين د سربلندۍ د پاره وقف وو او بل خوا مونږه غافلان خلق يو د چا شپه ورځ چې صرف او صرف د دُنيا د ترقۍ د پاره لکه چې وقف وي۔
مونږ له هم همت کول پکار دي، مونږ له هم د ايماني جذبي ثبوت ورکول پکار دي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! د عاشقانِ رسول د ديني تحريک دعوتِ اِسلامي والا عاشقانِ رسول پۀ ځانګړي انداز کښې د کربلا والؤ قربانو ته د عقيدت پيرزونې وړاندې کوي، د الله پاک پۀ فضل سره د کربلا د شهيدانو د ايصالِ ثواب د پاره هر کال پۀ 8، 9 او 10 مُحَرَّم شریف مَدَني قافلې سفر کوي، تاسو هم همت وکړئ! د ايماني جذبې ثبوت ورکړئ او د کربلا والؤ د ايصالِ ثواب د پاره د مَدَني قافلې مسافر جوړ شئ! اِنْ شَآءَ اللہُ الْکَرِیم! د دِين او دُنيا بے شميره خيرونه به درنصيب شي۔
لوٹنے رحمتیں قافلے میں چلو سیکھنے سنتیں قافلے میں چلو
قرض ہو گا ادا، آ کے مانگو دُعا پاؤ گے برکتیں قافلے میں چلو
د اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ او د هغوئي د ملګرو پۀ وسيله دې الله پاک مونږ ته د عمل کولو توفيق راعطا کړي۔ اٰمِین بِجَاہِ خَاتَمِ النَّبِیِّيْن صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم
صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب! صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! نن سبا ګڼ شمير مسلمانان کوم چې اينډرائډ (Android) يا آئي فون استعمالوي۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! دعوتِ اِسلامي مونږ ته د موبائل پۀ ذريعه د