Book Name:Deen Aur Qurbani

کړه، د دې خطبي پۀ اخره کښې هم هغوئي دا وفرمائيل: وَالْحُکْمُ لِلّٰہِ وَ رَضِیْنَا بِقَضَاءِ اللہِ حکم او فيصله هم د الله پاک ده او مونږه د الله پاک پۀ فيصله باندې راضي يو۔ ([1])

پۀ روايتونو کښې دي چي: د جنګ پۀ وخت د اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ مخ مبارک پۀ غشي باندې ولګيدو، د خُلې نه يـې وِينې روانې شوې، هغوئي هٰغه وِيني پۀ لاس کښې راواخستې، موټے يـې ترينه ډک کړو، هغوئي هٰغه وينه د اسمان طرف ته ګزار کړه او اوئې وئيل: اے الله پاکه! دا ستا د نبي د لور د ځوي وينه ده، زۀ د دې بدله غواړم۔ راوي وائي: د دغې وينې يو څاڅکے هم زمکې ته واپس رانغلو۔ ([2])  

ہزاروں میں بہتّر تن تھے تسلیم و رضا والے                  حقیقت میں خُدا اُن کا تھا اور یہ تھے خُدا والے

کسی نے جب وطن پوچھا تو حضرت نے یہ فرمایا    مدینے والے کہلاتے تھے، اب ہیں کربلا والے

حسین ابن علی کی کیا مدد کر سکتا تھا کوئی                                                  یہ خود مشکل کشا تھے اور تھے مشکل کشا والے

الله! الله! دا دے د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه شان، هٰغه همت، هٰغه حوصله، هٰغه صبر او اِستقامت د کوم سره چې هغوئي د کربلا ميدان ته تشريف يوړو، د داسې شان او استقامت سره هغوئي خپل ځان قربان کړو او هم دا د اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هٰغه شان او استقامت دے کوم چې کربلا ژوندۍ ساتي۔

جس دھج سے کوئی مقتل میں گیا، وہ شان سلامت رہتی ہے

یہ جان تو آنی جانی ہے، اس جاں کی تو کوئی بات نہیں

صَلُّوا عَلَی الْحَبِیب!               صَلَّی اللهُ علٰی مُحَمَّد

عظيمه قُرباني، ځانګړے اِنعام

خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! مونږ له هم پکار دي چې د دِين پۀ خاطر د قربانۍ د


 

 



[1]... سوانح کربلا، صفحہ: 162 - 165 خلاصۃً۔

[2]... تاریخِ مدینہ دمشق، رقم: 1566، الحسین بن علی، جلد:14، صفحہ:223 ملتقطاً۔