Book Name:Deen Aur Qurbani
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! پۀ دې آيت مبارک کښې مونږ له دا درس راکړے شوے دے چې د دِين پۀ لاره کښې مشکلات راځي، پۀ دې باندې تلونکو ته به قربانۍ ورکول وي، بيا اوچت مقامات ميلاؤيږي، ځکه هر مسلمان له پکار دي چې د الله پاک پۀ لاره کښې د تکليفونو برداشت کولو او د مال او ځان وغيره د هر څۀ قربانولو د پاره هر وخت تيار اوسي۔ هم دا خبره پۀ يو بَل آيت کښې هم اِرشاد شوي ده، فرمائي:
اَحَسِبَ النَّاسُ اَنْ یُّتْرَکُوْۤا اَنْ یَّقُوْلُوْۤا اٰمَنَّا وَ ھُمْ لَا یُفْتَنُوْنَ (۲)
(پارہ:20، سورۀ العنكبوت:2)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا خلقو دا ګڼلې دي چې هغوئي به صرف پۀ دومره خبره باندې پريښودے شي چې هغوئي وائي: ” مونږه ايمان راوړلو“ او د هغوئي ازميښت به نۀ اخستلے کيږي؟
معلومه شوه چې د مسلمانانو د هغوئي د ايماني قوت مطابق امتحان اخستل، د الله پاک قانون دے، بيماري، ناداري، غريبي، مصيبتونه، دا ټول د الله پاک د طرف نه راتلونکي ازميښتونه دي، پۀ کومو چې د مخلصه مسلمانانو او د منافقانو ترمينځه فرق واضحه کيږي۔ ([1])
یہ شہادَت گہِ اُلْفَت میں قَدَم رکھنا ہے لوگ آسان سمجھتے ہیں مسلماں ہونا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! دا خبره هميشه ياد ساتئ چې ژوند صرف د ساه اخستو نوم نۀ دے، ډاکټر اِقبال د ژوند حقيقت ډير پۀ واضحه انداز کښې بيان کړے دے، وائي:
بَر تَر اَز اندیشۂ سُود و زِیاں ہے زِندگی ہے کبھی جاں اور کبھی تسلیمِ جاں ہے زندگی