Book Name:Deen Aur Qurbani
شو * پۀ لارو کښې ورته ازغي وغوړولے شو * رسول الله صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ کاڼو باندې ويشتلے شو * تر دې پورې چې بد بخته کافرانو د هغوئي د شهيد کولو ناکامه کوششونه هم وکړه خو همت والا نبي، رسولِ هاشمي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم حوصله نۀ بائلله، د رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم مسلسل کوششونو رنګ راوړو، * کوم خلق چې دښمنان وو، هغوئي يـې د الله پاک پۀ فضل سره دوستان جوړ شو * کوم چې يـې د سر دښمنان وو، هغوئي پرې ځانونه قربان کړل * کومو چې به نور خلق د مسلمانيدو نه منع کول، هغوئي پخپله مسلمانان شو او د نورو د مسلمانولو پۀ کوشش کښې مصروف شو۔ اَلْحَمْدُ لِلّٰہ! نن چې پۀ ټوله دُنيا کښې د اِسلام کوم سپرلي دي، هغه د الله پاک پۀ عطا سره د خوږ مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د هُم هٰغه کوششونو او د صحابۀ کرامو عَليهمُ الرّضوَان د قربانو نتيجه ده۔
حق کی راہ میں پتّھر کھائے خوں میں نہائے طائف میں
دین کاکتنی محنت سے کام آپ نے اے سلطان کیا
خوږو او محترمو اِسلامي وروڼو! کاش چې مونږه هم د نيکۍ د دعوت پۀ خاطِر قربانو ورکولو ته غاړه کيږدو او ډير ثوابونه وګټو۔ اِمامِ ابو نُعَيم رَحْمَةُ اللهِ عَلَيْه ليکلي دي: الله پاک حضرت موسیٰ عَلَیْهِ السَّلَام ته وحي وفرمائيله چې اے موسیٰ! د نيکۍ خبرې پخپله هم زده کړۀ او نورو ته يـې هم وښايۀ ځکه چې زۀ به د نيکۍ زده کوونکو او ښودونکو قبرونه روښانه کووم د پاره د دې چې د هغوئي سره هيڅ قِسمه ويره نه وي۔ ([1])
د مبلغينو قبرونه به ځليږي
اے د خوږ نبي صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عاشقانو! د دې روايت نه د نيکۍ د خبرو زده کولو او ښودلو اجر او ثواب معلوم شو۔ سُبْحٰنَ اللہ! څوک چې د سُنَّتو نه ډک بيانونه کوي، دَرس