Book Name:Deen Aur Qurbani

د اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د شهادت مختصر بيان

* تاسو لږ غور وکړئ چې 10 مُحَرّم الـحَرام، د جُمعې ورځ ده، اِمامِ عالي مقام اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ خپل  ځامن، وريرونه، خپل وروڼه او نور تقريباً د 72 شهيدانو لاشونه خپلې خيمې سره  ايښودي دي ، هٰغه کوم چې پۀ خپلو ښپو ميدان ته تللے شو، اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي ميدان ته وليږل او قربان يـې کړل او حضرت علي اَصغر رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ کوم چې پۀ خپلو ښپو نۀ شو تللے، اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ هغوئي پۀ خپلو لاسونو مبارکو کښې اوچت کړو او يوړو يـې، د هغوئي قرباني يـې هم ورکړه، بيا پۀ خيمو کښې صرف پرده دارې زنانه وې او يو بيمار شهزاده حضرت اِمام زِين العابِدِين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ وو، د دريو ورځو نه وږے او تږے دے، ځيګر يـې زخمي زخمي دے، پۀ سر باندې يـې د تکليفونو انبار دے، پۀ داسې حالت او داسې کيفيت کښې سلطانِ کربلا، اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د جنګ جامې واغوستې، د خپل نيکه بابا جان، رحمتِ عالميان صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم عمامه شريفه يـې پۀ سر کړه، د حضرت امير حمزه رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ډال يـې پۀ خپله ملا مبارکه پسې وتړو، د خپل والِدِ محترم حضرت علي المُرتضیٰ شيرِ خُدا رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ توره يـې راواخسته او پۀ ځانګړي شان سره اِک يواځي، د هر څۀ د قربانولو نه پس خپل خوږ ځان هم د حق پۀ لاره کښې د قربانولو د پاره د کربلا د ميدان طرف ته روان شو۔

اَللہُ اَکْبَر! د پرده دارو سيد زادګو فِکر هم ورسره دے، مخې ته يـې 20 زره لښکر هم دے، تنهائي هم ده، د خپل کور کلي نه لرې هم دے، لوږه او تنده هم ده، د دې باوجود اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ پۀ خپله فيصله باندې ستومانه نۀ دے، پۀ تندي مبارک باندې يـې هيڅ راکوت والے نشته، پۀ ژبه مبارکه يـې ګيله خو غټه خبره ده چې پۀ زړۀ کښې يـې هم څۀ شکايت نشته، صبر، استقامت، زغم، برداشت او رضا يـې پۀ مخ صفا ځليږي، اِمامِ عالي مقام رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ د خيمې نه د روانيدو پۀ وخت هم پرده دارو زنانؤ ته د صبر او رضا تلقين وکړو او چې کله د کربلا ميدان ته ورسيدو نو اخري خطبه يـې ارشاد