Book Name:Deen Aur Qurbani
سعادت حاصل کړو۔ علمائے کرام فرمائي: غزوۀ اَحزاب (کومه چې پۀ کال 5 هجرۍ کښې شوي، پۀ دې) کښې مسلمانان د سختو تکليفونو سره مخ وو * د سختې يخنۍ موسم وو * د خوراک کمے وو * صحابۀ کرامو عَلَیْہِمُ الرِّضْوان د سختې لوږې پۀ وجه پۀ خِيټو پورې کاڼي تړلي وو * او پۀ داسې حالت کښې يـې خندق (يعنې ژورې کندې) کنستلې * د دې سره سره د سخت دښمن سره هم مخ وو * او پۀ مدينه منوره کښې دننه موجودو غير مسلمو او منافقانو هم سازشونه کول۔
لکه چې پۀ مسلمانانو باندې د څلورو واړو طرفونو نه تکليفونه راغلي وو، پۀ دې موقع باندې دا آيت مبارک نازل شو، پۀ کومو کښې چې مسلمانانو ته د مخکښينو اُمتونو حالات بيان سره صبر ورکړے شو۔ ([1])
نو ارشاد دے:
اَمْ حَسِبْتُمْ اَنْ تَدْخُلُوا الْجَنَّۃَ وَ لَمَّا یَاْتِکُمْ مَّثَلُ الَّذِیْنَ خَلَوْا مِنْ قَبْلِکُمْ ؕ مَسَّتْہُمُ الْبَاْسَآءُ وَ الضَّرَّآءُ وَ زُلْزِلُوْا حَتّٰی یَقُوْلَ الرَّسُوْلُ وَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا مَعَہٗ مَتٰی نَصْرُ اللّٰہِ ؕ اَلَاۤ اِنَّ نَصْرَ اللّٰہِ قَرِیْبٌ (۲۱۴)
(پارہ:2، سورۀ البقرۃ:214)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: آيا ستاسو دا ګمان دے چې جَنَّت ته به داخل شئ حالانکې پۀ تاسو باندې د مخکښينو خلقو پۀ شان حالت نۀ دے راغلے۔ هغوئي ته سختي او شِدت ورسيدو او هغوئي پۀ زوره زوره وړقولے شو تر دې چې رسول او هغۀ سره ايمان والؤ ووئيل: د الله مدد به کله راځي؟ واورئ! بے شکه د الله مدد نزدې دے۔
يعنې اے مسلمانانو! آيا تاسو دا ګڼلې ده چې د جنَّت پۀ شان اعلیٰ نعمت به داسې بغير د محنت نه حاصل کړئ، اوس خو لا پۀ تاسو باندې هٰغه مصيبتونه نۀ دي راغلي کوم چې پۀ