Book Name:Deen Aur Qurbani
وضاحت: يعنې ژوند د ګټې او د تاوان د انديښنو نه برا يو څيز دے، کله د ساه اخستو او د ژوندي پاتې کيدو نوم ژوند وي او کله د محبوب د رضا د پاره د سر قربانولو نوم ژوند وي۔
غرض دا چې اصلي څيز د الله پاک رضا ده * تر څو پورې چې پۀ ساه اخستو کښې د هغۀ رضا وي، تر هٰغه وخته پورې ساه اخستل ژوند دے * تر څو پورې چې پۀ خوشحاله اوسيدو کښې د هغۀ رضا وي، تر هٰغه وخته پورې خوشحاله اوسيدل ژوند دے * تر څو پورې چې پۀ مشکلاتو زغملو کښې د هغۀ رضا وي، تر هٰغه وخته پورې مشکلات زغمل ژوند دے * او تر څو پورې چې پۀ سَر قربانولو کښې د الله پاک رضا وي، هٰغه وخت سر کټ کول ژوند دے۔ الله پاک پۀ قرآنِ کريم کښې فرمائي:
وَ لَا تَقُوْلُوْا لِمَنْ یُّقْتَلُ فِیْ سَبِیْلِ اللّٰہِ اَمْوَاتٌ ؕ بَلْ اَحْیَآءٌ وَّ لٰکِنْ لَّا تَشْعُرُوْنَ (۱۵۴)
(پارہ:2، سورۀ البقرۃ:154)
ترجمهٴ کنزُ العِرفان: او څوک چې د الله پۀ لاره کښې قتل کړے شي هغوئي ته مړۀ مۀ وايئ، بلکې هغوئي ژوندي دي خو تاسو د هغې شعور نۀ لرۍ۔
هم دا هٰغه بنيادي سبق دے کوم چې مونږ ته د کربلا نه حاصليږي، اِمامِ عالي مقام، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ چې کله دُنيا ته تشريف راوړو، حضرت جبريلِ امين عَلَیْهِ السَّلَام بارګاهِ رسالت صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ته د مبارکۍ ورکولو د پاره حاضر شو، او ورسره يـې د شهادت خبر هم ورکړو۔ ([1])
د هغوئي د شهادت خبرونه مشهور وو، اِمامِ حُسَين رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ تقريباً تر 56 کالو پورې پۀ دُنيا کښې تشريف فرما وو، ([2]) بيا چې کله د دِين د پاره د قربانۍ ورکولو وخت راغلو، هغوئي پۀ صبر سره، د الله پاک پۀ رضا باندې پۀ راضي کيدو، ډير پۀ بهادرۍ سره سَر پريکړو، لکه تر څو پورې چې پۀ ساه اخستو کښې د الله پاک رضا وه، تر هٰغه وخته پورې