Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool

کاميابي نصيب شوې وه، هغه هم د خوږ آقا و مولا، مکي مَدَني مصطفٰے صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم د نوم پۀ وسيله باندې نصيب شوې وه۔ آو جي! پۀ حديثِ پاک کښې دي او دا حديثِ پاک اِمامِ حاکِم، اِمامِ بيهقي او نورو ډيرو محديثينو ذِکر کړے دے، د حديثِ پاک خُلاصه دا ده چې د حضرت آدم علَيهِمُ السَّلام نه چې پۀ جنَّت کښې هٰغه کوم لغزش [يعنې په هير کښې تير وتنه] شوې وه (هغه ګناه نۀ وه، غلطي نۀ وه بلکې يو لغزش وو خو

جن کے رُتبے ہیں سِوا، ان کی سِوا مشکل ہے

څوک چې د لويو مرتبو والا وي، هغوئي خپل معمولي لغزش هم کم نۀ ګڼي، خير! الله پاک حضرت آدم علَيهِمُ السَّلام پۀ زمکه کښې خپل خليفه جوړ کړے وو، نو هغوئي زمکې ته راکوز کړے شو)، بيا به حضرت آدم علَيهِمُ السَّلام ته د خپل دې لغزش پۀ وجه د الله پاک نه ډيره حيا ورتلله (پۀ بغضو روايتونو کښې دي: هغوئي پۀ دې وجه د 300 کالو پورې ژړل ([1])) اخر هغوئي د الله پاک پۀ بارګاه کښې عرض وکړو: اے الله پاکه! ما د مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله باندې معاف کړې۔

بس چې څنګه يـې د خوږ محبوب صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم وسيله پيش کړه، الله پاک د هغوئي لغزش [يعنې په هير کښې تير وتنه] معاف هم کړه او ورسره يـې وفرمائيل: اے آدمه! لَوْ لَا مُحَمَّد لَمَا خَلَقْتُکَ که (زما محبوب) مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم نۀ وے نو ما به تۀ هم نۀ وے پيدا کړے۔ ([2])

نوح و خلیل و موسیٰ و عیسیٰ                                                                                                                سب کا ہے آقا نامِ مُحَمَّد

دونوں جہاں میں دنیا ودیں میں                                                                                            ہے    اک    وسیلہ    نامِ    مُحَمَّد


 

 



[1]... تفسیر درمنثور، البقرۃ، زیر آیت:36، جلد:1، صفحہ:142۔

[2]... مستدرك، كتاب آیات رسول اللہ...دلائل النبوۃ، باب استغفار آدم...الخ، جلد:3، صفحہ:517،  حدیث:4286 خلاصۃً۔