Book Name:Kamyabi Ke 3 Usool
اللّٰهُمَّ اِنِّي اَسْئَلُكَ، وَاَتَوَجَّهُ اِلَيْكَ بِمُحَمَّدٍ نَبِيِّ الرَّحْمَةِ، يَا مُحَمَّدُ اِنِّي قَدْ تَّوَجَّهْتُ بِكَ اِلَى رَبِّي فِيْ حَاجَتِيْ هَذِهٖ لِتُقْضٰى، اللّٰهُمَّ فَشَفِّعْهُ فِيَّ
اے الله پاکه! زۀ ستا نه سوال کووم او ستا د محبوب، نبي رحمت حضرت مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم پۀ وسيله ستا پۀ حضور کښې متوجه يم، اے مُحَمَّد صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ! زۀ ستاسو پۀ وسيله باندې د خپل رَبّ پۀ حضور کښې متوجه يم چې زما حاجت پوره شي۔ اے الله پاکه! زما پۀ حق کښې د نبي کريم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم سفارش قبول کړې۔ ([1])
حضرت عثمان بن حنيف رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ فرمائي: هٰغه صحابي د هٰغه ځائے نه پاڅيدو، اودس يـې وکړو، 2 رکعته نـمونځ يـې ادا کړو، بيا يـې د خوږ آقا، محبوبِ خُدا صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم ښودلے شوې دُعا وکړه، مونږ لا هلته ناست وو چې هغه واپس هم راغلو خو واه! سُبْحٰنَ اللہ! کله چې تلے وو نو نا بينا وو او چې کله واپس راغلو نو کَاَنَّہٗ لَمْ یَکُنْ بِہٖ ضَرٌّ قَطُّ بيا داسې وو لکه هغوئي ته چې هيڅ تکليف هم نۀ وو۔ ([2])
سُبْحٰنَ اللہ! دا دے د وسيلې برکت۔۔۔!! دا مبارک نـمونځ کوم چې رسولِ اکرم، نورِ مُجَسَّم صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَاٰلِهٖ وَسَلَّم هٰغه صحابي رَضِىَ اللهُ عَـنْهُ ته ښودلے وو، دې ته د حاجت نـمونځ وئيلے شي۔ دا تجربه شوے عمل دے * که هر څنګه مشکل وي * پريشاني وي * مصيبت وي* هر قِسمه جائز خواهش * ارمان * ارزو نۀ پوره کيږي * پۀ اِمتحان کښې کاميابي غواړۍ * قرض ورکول وي * شِفا غواړۍ * نـمونځونو ته مو ډډې نۀ لګي * ګناه پريښودل او نيک بنده جوړيدل وي، غرض که د دِين او د دُنيا هر قِسمه حاجت هم وي، نو